چې مو په شونډو کې ویده موسکا را ویښه نه شي
له مونږه تللې او خفه رڼا را ویښه نــــه شـي


سترګې مو باسي او په خوله زموږ مهرونه وهي
چې په شپېلۍ کې د ژوندون نوا را ویښه نه  شي


دجادوګرو ښاماران د ښکلا زړه را کاږ ي
له کومې خوا به  دموسی (ع) امسآ را ویښه نه شي

جیلوانه ! ورو زولنې اچوه لاسو ته زما
چې په شرنګي یې دا ویده دنیا را ویښه  نه شي

یوه شیبه دخوشحالي ده نغمې ورو غـــږ وﺉ
دم غنیمت دی څو شیبې ژړا را ویښـــه نه  شي

تتې رڼا ته دسپوږمۍ یې پټ دیدن کومــــه
په زړه کې خدای خدای یادوم چې دا راویښه نه شي