دا د مرګ د خوب لیدل وو؟
که د ژوند د خوب تعبیردی ؟
خوشحالي وه او جشنونه
خط او خال وو او حسنونه
په جنت کې مۍ نوشي وه
د ذاهد و بد مستي وه
عنطهور شراب څښل کیږي
نه ګناه ثواب چلېږي
هلته حورې په نڅا وي
د غلمانو پایکوبي وه
ایمانونه په نڅا وو
ثوابونه دي رقصېږي
ټول جنت کې خوشحالي وه
د ذاهدو بد مستي وه
ټول ولیان وو او پیران وو
څوک صادقه مومنان وو
په مستیو کې سجدې وې
د ثواب قصې پخې وې
دا د مرګ د خوب لیدل وو ؟
که د ژوند دخوب تعبیر دی ؟
23.05.2008
- سيد شاه سقيم
راځه چې ورکړو يوبل ته غاړهراځه چې يو شو زه او ته دواړهوخت دی د ميني، وخت د ورورۍ دید نفرتونو زمانه ولاړه
.............................................
رقيب مې پرې کړې د زړګي مراندېاوښکې دسترګو شولې څپاندېبې رحمه زړه دې له کاڼي کلک دیزه درته ژاړم، ته راته خاندې...
24.05.2008
- سيد شاه سقيم
د جاوید په مور ډیرو خپلو خپلوانو وس وکړ، مګر د هغې په خوله کې یواځې د نه ټکی وو. مور يي ورته کوچني وړې وړې دوه لوڼې او تر ټولو کوچنی جاويد ورياد کړل چې سرپرست ومومي، خو هغې به ویل چې د جاوید پلار سره زما دا څو کاله دومره خوږ ژوند تير شوی، دومره مينه مو يو بل ته ورکړې چې زه به يې په ژوند کې هيره نه کړای شم . او کومه مينه چې ما د جاويد له پلار سره لرله، هغه به هيڅکله د بل چا سره پيدا نه کړای شم.
وروڼو يې پرې هم خپله وسه وک...