راځه چې ورکړو يوبل ته غاړه
راځه چې يو شو زه او ته دواړه
وخت دی د ميني، وخت د ورورۍ دی
د نفرتونو زمانه ولاړه


.............................................

 

رقيب مې پرې کړې د زړګي مراندې
اوښکې دسترګو شولې څپاندې
بې رحمه زړه دې له کاڼي کلک دی
زه درته ژاړم، ته راته خاندې


...............................................


وخت د ګورګورو وخت د مماڼو
له پاسه راغی کتار د زاڼو
نغمه-نغمه شول د ژوند وختونه
رقيب به ولو د غم په کاڼو