د وخت ظالمانو : که کرزی یې او که ملا عمر . دامو بیا په بې وزله افغانانو څه حالت راوست،  پرون مې دوه یتمان  ولیدل چې په لوڅو پښو ، ببر سر او لمدو سترګو یې په خپل پلار پسي ژړل بې  وزلي مور یې د زړه په زور اوښکي ور پاکولې او په سلګو کې یې ورته ویل  !!!  ، مه ژاړۍ ...  پلار مو بیرته راځي ... هغه خو د لمانځه په نیت له کوره وتلی وو رابه شي ... سلګۍ به یې نوري  په چیغو بدلې شوې او ماشومانو به هم ورسره غبرګې چیغي وهلي !!!  ډیر ویر جن حالت وو .
دا شهید پلار یو کلیوال بزګر  وو دوه ورځي وړاندي  یې د دولت په یوه  موټر کې خپله ناروغه میرمن تر ډاکټره رسولې وه ، هغه ډیر بیوزله وو ، مجبوره وو کنه دا کفر به  یې چیري هم نه وو کړی .

هغه  خپل یو فرض ادا کړی وو له یوه انسان سره یې عاطفي مرسته کړې وه ، هغه انسان دده خپله میرمن وه بل چا یې په داسي حالت کې د مرستې حق هم  نه درلود ځکه خاوند یې په وړاندي ولاړ وو ، خو له هغه دوه ورځي وروسته  ووژل شو، او په یو ه ویرانه کې یې مړی پیدا  شو.
د مړي په سینه  یو لیک هم ومندل شو  . چې داسي په کې لیکل شوي وو.
((څوک چې له کفاره سره مرسته  او ملګرتیا کوي دا حال به یې وي ))
کلیوال سپین ږيري  دسیمې واکداره او د نوي جنګ سرکښو کسانوته ورغلو تر څو د قتل په هکله ورڅخه پوښتنه وکړي  رسمي واکداري ډلي یې پړه پر مخالفي ډلې واچوله،مخالفه ډله خبره وه چې بیا یې بې بې ګنا کس ښکار کړی دی ،  خو په دلیل کې یې وویل چې زموږ نوي کسان د پولي له هاخوا راغلي دي هغوی د دولت په شنه پایکپه  کې همدا کس  لیدلی وو او ورسته یې پرته له دې چې مشوره وکړي له منځه یووړ .

خدای ته  وګورۍ که تاسو د هر هیواد په سیاسي لوبه کې ښکیل راغلي یاست دومره احساس خو وکړی چې پرون راغلي مهاجر  افغانان ولي بیرته مهاجرت ته اړ باسی وطن خو یې نه جوړوی ، ورانوی خو یې مه  ، خدا مو دخپلي خدايي به زور وشرموه . امین


لیکوال :  ع - ع