راشئ چي پښتو ليكنه تصحيح او معياري كړو- ګلبدین حکمتیار
لیکوال :- داسلامي حزب مشرګلبدین حکتمیار:
د پښتو ليكدود په اړه پښتنو ليكوالو ته څو وړانديزونه
لكه څنگه چې د پښتنو د هرې سيمي، قبيلي او حتى د هرې درې د اوسېدونكو ژبه له نورو توپير لري، همدا راز پښتو واحد او ټولو پښتنو ته منلى ليكدود هم نه لري، دلايل یې روښانه دي چي دلته یې د څېړلو ځاى نه دی، د مشرقي ساحې ليكدود د جنوبي او جنوب غربي ساحو له ليكدوده توپيرونه لري، د دې اختلاف د ختمولو يا راكمولو لپاره هغو پښتنو ليكوالو ته څو وړانديزونه لرم چې د يووالي او وحدت هڅه كوي او غواړي چې د پښتو ليكدود متفق عليه او ټولو ته د منلو وړ شي. زما وړانديزونه دا دي:
د پښتو او فارسي حروف له عربي اخيستل شوي، فارسي څلور حروف( پ، چ، ژ او گ) پرې علاوه كړي او (ة) ئې ترې ايستلې، او په پښتو كي په دې څلورو برسېره دا حروف هم اضافه شوي: (ټ، چ، ځ،څ، ډ، ړ، ژ، ږ، ښ، گ، ڼ، ې، ۍ)
تاسو ته معلومه ده چي عربي حروف له اِعراب (علايم) لكه: َ، ِ، ُ، ً، ٌ، ٍ ، ~، ْ، ٰ) نه پرته ناقص دي، په عربي كي دا علايم د حروفو ډېره ضروري برخه ده، موږ د دغو علايمو د نه رااخيستلو په وجه ناقص حروف كاروو، موږ نه يوازي (زور، زېر، پېش : َ، ِ، ُ، ته ضرورت لرو بلكې تنوين ً ته هم ضرورت لرو ځكه د عادتاً، حتماً او قطعاً په څېر هغه الفاظ چي موږ له عربي رااخيستي له دغه علامې پرته ناقص دي، همداراز موږ له دغو علايمو علاوه د زېركي او زوركي په څېر علايمو ته هم اړ يو، د نه كارولو په وجه ئې له گڼ شمېر ستونزو سره مخامخ يو، د مثال په توگه (لور، سور، سر) د تورو د حركت له مخي څو بېلي بېلي معناوي لري، كه لوستونكى دا الفاظ له جملې بهر وگوري نه پوهېږي چي كومه معنى ترې مراد ده. همداراز دغي نقيصې موږ دې ته اړ كړي يو چي پنځه يې گاني وكاروو، حال دا چي په حقيقت كي زموږ (ى) يوه ده، بېل بېل غږونه ئې د هغه حرف په حركت پوري تړاو لري چي تر (ى) مخكي راځي، كه مخكنى حرف زور ولري نو (ى) نرمه تلفظ كېږي او موږ ئې په ملينه او نرمي (ى) يا د ځينو په وينا زوركى واله (ى) سره ليكو، لكه: شًى، لرگًى، سړًى، منگى... چا چي دې ته د زور واله (ى) نوم وركړى دې ته نه دئ متوجه شوى چي دا زور د (ى) نه بلكي د هغه توري دئ چي تر (ى) مخكي راځي. دې ته د زورواله (ى) نوم وركول غلطه نومونه ده.
او كه دا مخكنى حرف ساكن واو يا الف وي نو بيا هم همدا نرمه ى كاروو لكه: دوى، زوى، ځاى، بوى، لوى،
كه زير ولري نو څرگنده (ي) ليكو، لكه: سړِي، غوړِي، منگِي...
كه مخكنى حرف ساكن وي يا د ځينو په اصطلاح زوركى ولري نو اوږده (ې) ليكو، لكه: شپې، خوږې، لندې، دې، شې، سړې...
او كه تر يې مخكي حرف زېركى ولري نو د ښځينه نومونو لپاره لكۍواله (ۍ) ليكو، لكه: كړكۍ، لونگۍ، مړۍ، او د نورو لپاره همزه واله (ئ) ليكو، لكه: راځئ، وخورئ، ورشئ، وكړئ... دلته تر (ى) مخكي تورى، زوركى نه بلكي زيركى لري.
كه موږ دا علايم درلودى او هغه مو كارولى نو د ياگانو د كارولو په سر به له لانجو سره مخامخ نه وو، د مثال په توگه: د ښځينه نومونو په جمعي كه به مو دا ستونزه نه درلوده چي ځيني د (ښځه) جمع (ښځې) او ځيني ئې (ښځي) گڼي، خو نه دا د خپلي ادعا لپاره څه دليل وړاندي كوي او نه هغه، ټول هغه كلمات چي تر يې مخكي تورى ئې زير ولري بايد په څرگندي (ي) سره وليكل شي، لكه: چي، كي، مي، ځي، خوري، ښځي، لنډي، كونډي، منډي، سړي، كوي. او ټول هغه كلمات چي تر يې مخكي حرف ئې زوركى ولري بايد په اوږده (ې) وليكل شي، لكه: څپې، مڼې، لندې، خوږې، ترخې، سړې، تودې، ته راځې، خورې، ته ښه سړى يې،... ، دغه مطلب ته د نه پام كولو په سبب ځيني خلك د اوږده (ې) په كارولو كي ستونزه لري، چي، كي، مي، .... د چې، كې، مې... په څېر ليكي، په داسي حال كي چي د پښتنو ټول قبايل په دغو كلماتو كي له يا نه مخكي تورى په زير سره تلفظ كوي، او اصولاً په كار ده چي په (ي) وليكل شي.
انگريزي هم د علايمو د نشتوالي په وجه د (ى، و) په اړه ستونزي لري، د همدې لپاره ئې گڼ شمېر (ى) او (و) ته ورته غږ لرونكي حروف جوړ كړي، لكه (A,E,I,Y) او (O,U,W,V) څوك چي د لومړي ځل لپاره د انگرېزي ليك زده كوي د دغو حروفو د ليكلو د ځاى په اړه همداسي ستونزه لري لكه د پښتو په ليكلو كي چي ورسره مخامخ كېږي.
فارسي هم دا ستونزه لري، د علايمو د نه انتقال په سبب د (ى) او (و) د كارولو په ارتباط مشكلات لري، د مثال په توگه (سير) څلور معناوي لري، سير: موړ، سير: اوږه، سير: سفر، سير: من، - شير او شير دوه معناوي لري شير: شيدې او شير: زمرى، دا د يوې ژبي د ليكدود ستر عيب دئ چي د گڼ شمېر مختلفو معناوو درلودونكو كلماتو لپاره ورته توري وكارول شي، دا لوستونكي له التباس سره مخامخوي، كه به فارسي كي دا علايم كارول كېدى نو دا به ئې داسي ليكل: سْير،سِير، سَير، سْير او شِير، شْير
په دغو څلورو ژبو كي د انگريزي ليكدود تر ټولو ناقص او ستونزمن دئ، نه يوازي له دې ناحيې چي د يوه غږ لپاره گڼ شمير توري لري بلكي له دې ناحيې هم چي ډېر ځله په كلماتو كي داسي توري كارول كېږي چي نه تلفظ كېږي، لكه په RIGHT كي GH، د RIGHT دقيق تلفظ د RITE په توگه دئ، همداراز د ډېر غږونو لپاره ځانگړي توري نه لري، لكه، خ، ع، غ، ژ، ش، چ دې ته ئې مركب توري جوړ كړي: KH, GH, JK فارسي هم دا ستونزه لري، د ټ، ډ، ړ لپاره توري نه لري د پښتو او انگريزي كلماتو په تلفظ كي له ستونزو سره مخامخ كېږي. انگريزي له دې پلوه هم يوه ستونزمنه ژبه ده چي د له مصدر نه اشتقاق ئې ډيري بې قاعده گۍ لري، د مثال په توگه: له make، نه made, made، له go نه went, gone، له do نه did, done او دې ته ورته بې شمېره نور نواقص.
په پښتو كي تر ضرورت زيات الفاظ جوړ شوي، د س، ص، ث، تر څنگ ئې څ او د ز، ذ، ظ او ض تر څنگ ئې ځ هم رايستلې، ځيني گ او ځيني ګ كاروي، همداراز په پښتو ليكدود كي ۍ او ئ د ورته غږونو لپاره كارول كېږي، د دغو حروفو زياتول مخصوصاصاً د (ګ، ځ، ۍ) نه يوازي غير ضروري كار وو بلكي پښتو ليكدود ئې ستونزمن كړى.
د اعرابو په اړه زما وړانديز دا دئ چي لږ تر لږه د پښتو د سم ليكلو لپاره د زده كړي په پيل كي دا علايم زده كوونكو ته وروښيو، تر څوپوه شي چي چېري كومه يې وليكي. دا ضروري نه گڼم چي اوس او د يې گانو له ترويج نه وروسته له يوې پرته نوري ټولي حذف كړو، البته د لكۍ والي يې په اړه مي وړانديز دا دئ چي د دې حذفول غوره دي، پر ځاى ئې همزه واله (ئ) كارولى شو، د دواړو غږ ورته دئ، دا به له يوې خوا د يې گانو شمېر راكم كړي او له بلي خوا به دا ستونزه حل كړي چي كله لكۍ واله (ۍ) د لفظ په منځ كي راځي نو په كومي (ى) سره ئې وليكو، د مثال په توگه (نړۍ وال) څنگه وليكو؟ دا د پښتو ليكدود يوه بله لانجه ده، ځيني ئې په اوږدې (ې) بدلوي چي دا اشتباه ده، اوږده يې د (ۍ) غږ نه وركوي، نړۍ وال د نړېوال په توگه ليكل غيرمعياري او ناسمه ليكنه ده، د نړيوال په توگه ئې ليكل هغه مهال صحيح گڼل كېدى شو چي د پښتو (يې) يوه وى، دا دواړه يې (ې) (ي) د (ۍ) غږ نشي افاده كولى، دې (ۍ) ته نږدې او ورته غږ د همزه والي (ئ) دئ، د كوئ او نړۍ په لفظونو كي دواړه يې ورته غږ لري، كه غواړو چي ليكنه مو غږ په دقيقه توگه تمثيل كړى شي، نو پكار ده چي يا ئې بيل بيل (نړۍ وال) وليكو او كه ئې گډ ليكو نو د نړئوال په توگه ئې وليكو، كه موږ اعراب درلودى دا لانجه هم مخي ته نه راتله، (ړ) ته د يوه زېركي په وركولو سره به مو نړيوال د نړۍ وال په توگه تلفظ كاوو. چا چي دا لكۍ واله (ۍ) رايج كړې پښتو ليكدود ئې لانجمن كړى، كاش اوس ليكوالان په دې توافق وكړي چي دا (ۍ) په بشپړه توگه له منځه يوسي او په ځاى ئې (ئ) وكاروي.
څو وړانديزونه لرم:
1- په مشرقي ليكدود كي مجهوله يې ډېره او بې ځايه كارول كېږي، د مثال په توگه چي، كي، مي، دي،... داسي ليكي: چې، كې، مې، دې... زما وړانديز دا دئ چي راشئ (دي، كي، چي، مي صحيح وگڼو او (دې، كې، چې، مې، نې، بې، زې، تې) د دغو تركيبونو مخفف ومنو (دي ئې، كه ئې، چي ئې، مي ئې، نه ئې، به ئې، زه ئې، ته ئې) ، مثالونه ئې:
كتاب دې وركړ؟ يعنى د ده خپل كتاب دي وركړ؟ او كتاب دي وركړ؟ يعنى كوم كتاب دي وركړ؟ كتاب دي ئې وركړ غلط او د ټولو پښتنو قبيلو د مروج تلفظ خلاف دئ.
الله تعالى دې شهادت قبول كړي، يعنى الله تعالى دي د ده شهادت قبول كړي. دا سمه نه ده چي وليكو: الله تعالى دي ئې (يا دې ئې) شهادت قبول كړي، د پښتنو هيڅ قبيله داسې نه وايي، نه پوهېږو دا د چا كوږ بدعت دئ؟
كتاب مې وركړ، يعنى د ده خپل كتاب مي وركړ، او كتاب مي وركړ، يعنى كوم بل كتاب مي وركړ
كې ځواب وركړى نه وى، يعنى كه ئې ځواب وركړى نه وى.
دا كتاب چې ليكلو، يعنى دا كتاب چي ئې ليكلو.
نې خبر كړ له خطره، يعنى نه ئې له خطره خبر كړ.
چي دښمن بې خپل هېواد كي نه پرېښود: يعنى دښمن به ئې په خپل هېواد كې نه پرېښود.
زې لامنم، يعنى زه ئې لامنم.
تې لازغمې، يعنى ته ئې لازغمې؟
2- (داسي، هسي) په دې بڼي كي صحيح وگڼو، د داسې او هسې په ځاى.
3- ئې او يې بايد تفكيك كړو، كتاب ئې ولوست، ته ښه ليكوال يې.
4- (له، په، نه) كېدى شي له وروستۍ كلمې سره يو ځاى وليكلى شي او (هـ) ئې حذف شي، لكه:
لپاره، لخوا، لدوى، لده.
پكي، پدې، پدوى
نشته، نشو، نشي، ندئ،
په نورو ژبو كې هم داسي حذف گورو، لكه په دري كي: نه مى رود - نمى رود، نه نوشت – ننوشت، نه كرد – نكرد، به من – بمن،
5- (دى) د (ده) لپاره، او (دئ) د ده د حالت بيانولو لپاره، لكه: دى ښه ليكوال دئ.
6- د (و) او (ؤ) په ځاى د (وو) ليكل، دى په سنگر كي وو. يوازي (و) او (ؤ) مطلوب غږ نه افاده كوي.
7- د ماضي صيغو كي د مذكر او مؤنث تر منځ تفكيك او دواړه يو ډول نه ليكل، داسي چي حامد يوه خور درلوده او محمود يو ورور درلودو، همداراز د ساته په ځاى ساتو، د ليكه په ځاى ليكو، د (كاوه) په ځاى كاوو، او ... ساته او ليكه او دوى ته ورته صيغې د مؤنث او امر لپاره مختص كړو، ته خط ليكه، ته لار ساته... يوه لار ساتله بل سنگر ساتلو، يوه لار ساته او بل سنگر ساتو، د پښتنو هيڅ قبيله نه وايي: بل سنگر ساته، يو زوى درلوده . كه د ولس عامه لهجه او تلفظ اعتبار لري نو دا صحيح نه ده چي وليكو: احمد ښه پوهېده، بايد وليكو احمد ښه پوهېدو، او ملالۍ ښه پوهېده
8- (په) د ظرف لپاره او (پر) د استعلا لپاره كارول، مثالونه ئې، په كتاب كي، پر بام، په 1386 كال كي، خو استثناءات بايد ومنو، لكه: د دې په ځاى، په مېز باندي، په خداى قسم، دا ځكه چي ډېرى پښتانه په داسي مواردو كي د (پر) په ځاى (په) كاروي.
9- د باندي صيغه ډېره بې ځايه او غلطه استعمالېږي، لكه: په دې خاطر باندي، په دې اساس باندي، په دې هكله باندي، زما په نظر باندي، په دې اړه باندي.... چي دلته باندي ته هيڅ ضرورت نشته، په دې خاطر، په دې اساس، په دې هكله، په دې اړه، زما په نظر كافي او صحيح دي، زما په نظر او زما له نظره ئې صحيح صورتونه دي.
10- د ښځينه جمع لپاره دا قاعده قبوله كړو چي: ښځه، كونډه، لنډه، تنده، مرسته، بېله، بله، پېښه (حادثه)، او دې ته ورته ښځينه مفرد په ښځي، كونډي، لنډي، تندي، مرستي، بېلي، پېښي سره جمع كړو. چېري چي تر يې مخكي تورى زېر ولري په (ي) سره ئې جمعه كړو او مڼه، لنده، اوږده، پېښه (تقليد)، څپه او دې ته ورته صيغې په مڼې، لندې، اوږدې، پېښې، څپې او د جمعي ټولي هغه صيغې چي تر يې مخكى تورى ئې ساكن وي په (ې) سره جمع كړو.
11- اغلبأً دا (ې) ډېره او بې ځايه استعمالېږي، په هغو ځايونو كي هم كارول كېږي چي د پښتنو د هيڅ قبيلې په تلفظ كي نه احساس كېږي، او په ډېرو مواردو كې نه يوازي د كلماتو له تلفظ سره اړخ نه لگوي بلكي د التباس باعث گرځي، د مثال په توگه: د جمع لپاره هم او د ندا لپاره هم ښځې ليكل، چې له يوې خوا له عام تلفظ سره مغايرت لري او له بلي خوا مخاطب په اشتباه كې اچوي، بايد (ښځي د ښځه جمع او ښځې د اې ښځې په معنى) وليكو، په دواړو صورتونو كې ئې د ښځې په توگه ليكل د التباس باعث گرځي.
ورځې د ورځ جمع او له مخاطب نه د تلو په اړه پوښتنه (ته ورځې؟) سم ئې ورځي (د ورځ جمع) او ورځې د پوښتني لپاره.
12- نه له پښتو نه د عربي الفاظو د حذفولو هڅه وكړو او نه ئې په غلطه توگه پښتو ته د رااړولو، په كار ده چي عربي لغات په خپل اصلي شكل كې وليكو، غصه، معنى، صحيح، صلح، خفه، قبر،.... په دې بڼې ونه ليكو: غوسه، مانا، سئي، سوله، خپه، كبر، ... خو مشهور غلط لكه هديره او لوز چې په اصل كي حضيره او لفظ دي عجالتاً په خپل حال پرېږدو او ورو ورو ئې تصحيح كړو....
13- له دې ډډه وكړو چې متروك الفاظ بيا راژوندي كړو او د دخيل معروفو لغاتو په ځاى ئې وكاروو، او دا پښتو ژبي ته د خدمت په نامه ياد كړو. لكه چوپړ د خدمت په ځاى راوړل، خدمت په پښتو كي دومره عام استعمال لري چي تر چوپړ خلك پرې ډېر ښه پوهېږي. كه ئې نه منئ نو له خدائي خدمتگارانو پوښتنه وكړئ.
14- تر څو چي پښتو په يوې واقعي ملي ژبي بدلېږي او هر نوي شي ته د خپلې ژبي په قالب كي نوى نوم غوره كوي، بايد له عربي ژبي مرسته وغواړو، كه ژباړي ته اړ كېږو نو دا ژباړه مو له عربي وي نه له كومي بلي ژبي، تر اردو، فارسي، انگليسي او ډېرو نورو ژبو پښتو ډېره پرمخ تللې او بشپړه ده، د مثال په توگه د پروسې لپاره عمليه، د پلان لپاره منصوبه، د كواليټي لپاره كيفيت، د لست لپاره فهرست، د راپور لپاره اطلاع يا خبر...
15- د (ځ) او (ز) ستونزه بايد حل كړو، ستونزه، استازى، زلمى، ختيز، لوېديز... صحيح وگڼو، خو هلته چې د بلي ژبي (ج) پښتو ته رااړوو نو د ضرورت په صورت كي ئې په (ځ) بدل كړو، لكه جواب: ځواب، جاى: ځاى، جور: ځور، ...
16- سته د شته، نسته د نشته... په ځاى كارول ومنو، ځكه دا د پښتنو د اكثريت ژبه ده، له مشرقي پرته نور ټول پښتانه همدا الفاظ كاروي، او دا د دري (است) او (نيست) ته ورته دي، د پښتو او دري بې شمېره لغات گډ اساس لري،
17- د (نه) په ځاى يوازي (هـ) راوړل: له كنره تر هراته، له مزاره تر پكتيا، او له ميمنې تر پكتيكا او له فراه تر پاميره(په هـ او الف پاى ته رسېدلي كلمات په وروستيو دوو بڼو كي)، دا نور پرېږدو چې ليكي: له فراه څخه تر پامير پورې، له خداى څخه غواړم، يا له خداى نه غواړم، كه دلته د (خداى) له نومه وروسته لږ توقف وشي نو معنى ئې دا راوځي چي له خدايه ئې نه غواړم. نږدې ټول پښتانه داسي وايي: له خدايه غواړم.
18- د (ورڅخه) او (ورنه) په ځاى (ترې) راوړل، د (ما ورڅخه وپوښتل)، يا (ما ورنه وپوښتل) په ځاى ما ترې وپوښتل.
19- مونږ او (موږ) دواړه مجبوراً صحيح ومنو خو ورو ورو ئې موږ ته راواړو، ځكه په دې سره به زموږ ليكنه د ډېرى پښتنو له تلفظ سره ورته شي، د جنوب او غرب پښتانه دا لفظ داسي نه تلفظ كوي چي (ن) هم په كي راشي، لږ پښتانه ئې داسي تلفظ كوي چي د (ن) خفيف غږ هم په كي راځي.
20- دا ستونزه حل كړو چي د پښتو (يې) يوه ده كه پنځه؟ چي د اوږده يا مجهوله (ې)، لنډه يا څرگنده (ي)، زورواله يا نرمه (ى)، او زوركى واله (ۍ، ئ) يا لكۍ واله او همزه واله (يې) په نامه يادېږي.
كه يوه وي ولې ئې په پنځه ډوله ليكو؟ كه پنځه وي؛ هره يوه ئې چېري او څنگه راځي؟ د كومي قاعدې مطابق كه نه هسي د تعامل او دود له مخي؟ او داسي چي د هري (ى) اړوند كلمات بايد حفظ كړو، چي دا يقيناً گران كار دئ، په ځانگړې توگه هغو خلكو ته چي نوې پښتو زده كوي.
ما په دې اړه د ځينو ليكولانو كتابونه ولوستل، د هغو هم چي د (ى) د ځاى او ډول په اړه په خپلو كي سخت اختلاف لري، خو هيڅ يوه ئې د كومي قاعدې يادونه نه وه كړې. دا په داسي حال كي چي هره ژبه ځانگړي قواعد لري، الله تعالى انسان داسي پيدا كړى چي د خپل زړه خبرې په الفاظو سره بيان كړي، الفاظ د قاعدې مطابق جوړ كړي، او د الفاظو لپاره حروف وضعه كړي، د ژيپوهني د بحث يوه اساسي موضوع دا ده چي دا قواعد په گوته كړي او له دې لاري د ژبي زده كول او ليكل آسانه كړي.
كه په پښتو كي د (ى) د كاروني په اړه لږ دقت وكړو راته جوته كېږي چي د (ى) غږ او ډول د هغه توري په حركت پوري تړلى دئ چي تر (ى) مخكي راځي، كه دا حرف زور ولري، د (ى) تلفظ يو ډول وي، كه زېر ولري بل ډول، كه ساكن وي يو ډول او كه زېركى ولري بل ډول، د همدې لپاره موږ دې ته اړ شوي يو چي د دغو بېلا بېلو تلفظونو لپاره د (ى) بېل بېل ډولونه جوړ كړو . اوږده يې يوازي هغه مهال راوړ چي تر (ى) مخكي تورى ساكن وي.
په عربي كي د اوږده (ې) مثالونه لږ دي، د قرآن په يوه آيت كي ئې هم بېلگه راغلې، د هود د سورې په 41 آيت كي د مجريها لفظ راغلي ( و قال اركبوا فيها بسم الله مجريها و مرسها ان ربي لغفور رحيم )الاية
تر (ى) مخكي تورى (ر) او تر (ر) لاندي يوه وړه داېره كښل شوې او دا دائره ښيي چي دلته د (ر) پر سر زور نه بلكي زوركى دئ، او د همدې په وجه بايد د (ي) تلفظ د پښتو د اوږده (ې) په څېر وي.
21- په دې وروستيو كي ځينو ليكوالانو دا لانجه هم راولاړه كړې چي وايي د پښتو (واو) يو نه بلكي درې دي (اوږد، لنډ او بېواكه)!! او دا يقيناً چي يوه غلطه انگېرنه ده، پښتو يوازي يو واو لري، اوږد او لنډ ئې ويل د هغه توري په حركت پوري مربوط دى چي تر واو مخكي راځي؛ لكه لُور او لور، په لومړي كي لام پېش لري او واو ساكن دئ، او په دوهم كي پېش ېه واو اړول شوى، د لور اصلي ليكنه (لُرْ) ده چي د لام د پېش په ځاى واو ليكو. د لور او لور تر منځ فرق په واو پوري نه دئ تړلى د (ل) په حركت پوري تړلى دئ، كه لام ته پېش وركړو نو لُور (د رېبلو آله) ترې جوړېږي، او كه پېش په واو واړوو لور (ښځينه اولاد) ترې جوړېږي، سُور او سور، په لومړي كي سين پېش لري او واو ساكن دئ، او په دوهم كي د پېش په ځاى واو راغلى، اصلي بڼه ئې سُرْ د پُر په څېر ده، سُور د فارسي دور ته ورته او د فارسي دُر د سور په شان دئ. دا غلطي ده چي دُرخانۍ او آدم خان د دورخانۍ او ادم خان په بڼه وليكل شي،
انگليسي هم درې (ى) لري: E,I,Y او A هم ډېر ځله د يې په توگه كاروي، همداراز د واو لپاره څلور توري O,U,W,V، دوى ته هم دغو تورو ستونزي راولاړي كړې، څوك چي دا ژبه نوې زده كوي نو په ليكلو كي تر هغه په وار وار غلطېږي چي د هري كلمې تركيب حافظې ته وسپاري. او همدا د يوې ژبي د ليكدود عيب دئ، ښه ليكدود هغه دئ چي ليكونكى ئې له دغي ستونزي سره مخامخ نشي.
22- ځيني ادعا كوي چي د ښځينه نومونو جمع بايد په اوږده يې سره وليكو، خو دا خبره صحيح او معياري نده، او د پښتنو د ټولو قبيلو له عام تلفظ سره مغايرت لري، صحيح او معياري خبره دا ده چي هغه ښځينه نومونه چي په پاى كي ئې هې وي په جمع كي همدا هې په يې بدلېږي، خو دا يې كله اوږده او كله لنډه تلفظ كېږي، كه تر هې مخكي تورى زوركى ولري، په جمع كي دا زوركى ېه زېر بدلېږي او د هې په ځاى څرګنده (ي) راځي، لكه ښځه ښځي، كونډه كونډي، ژبه ژبي، او كه تر هې مخكى تورى زور ولري زور ئې په زوركي بدلېږي او د هې په ځاى اوږده (ې) راځي؛ لكه څپه څپې، ړنده ړندې، خوږه خوږې، شپه شپې..
23- دا قاعده قبوله كړو چي له مخي ئې ليكي: سړى له خپلي مېرمني سره راغى، او مېرمن له خپل مېړه سره راغله، د راغلل په ځاى، دا هم صحيح ومنو چي كتابونه او كتابچې ئې راوړل (د راوړې په ځاى)، كتابچې او كتابونه ئې راوړل. ښځي او نارينه راغلل، نارينه او ښځي راغلل ( د راغلې په ځاى)، كه څه هم نږدې ټول پښتانه فعل د وروستي ضمير په بڼه اړوي او وايي: نارينه او ښځي راغلې، كتابونه او كتابچې ئې راوړې، كتابچې او كتابونه ئې راوړل. ښځي او نارينه راغلل.
24- د جملې په پاى كي له فعل نه وروسته (دئ، ده) ليكل ضروري ونه گڼو: لكه دا چي ښه كتاب ئې ليكلى دئ، استادان راغلي دي، ډېره مبارزه ئې كړې ده، دا كافي او صحيح وشمېرو چې: ښه كتاب ئې ليكلى، استادان راغلي، ډېره مبارزه ئې كړې.
25- د (ز)، (ج) او (ژ) اختلافي كارول ورو ورو توحيد كړو، د ننگرهار ځيني قومونه وايي: ژوندى، ژبه، ژمى، روژه... د كنر او پېښور پښتانه ئې جوندى، جبه، جمى، روجه ... كړي، د جنوب او جنوب غرب، او د پښتنو ډېرى قومونه ئې زوندى، زبه، زمى، روزه ... تلفظ كوي، دا او دې ته ورته كلمات له دري سره هم گډ بنسټ لري، هغوى زنده، زبان، زمستان، روزه كړي، له دې نه معلومېږي چي اصل (ز) ده، د ځينو عواملو په وجه (ژ) او (ج) ته اوښتې.
26- د (ښ) او (ك) مخكي وروسته كول هم يوه ستونزه ده، كله چي دا دوه توري يو د بل څنگ ته راشي، نو د مشرقي خلك يا (ښ) له (ك) نه مخكي كړي او يا ئې حذف كړي، دا ځكه چي دوى (ښ) په داسي توگه تلفظ كوي چي له (ك) نه وروسته تلفظ ئې ورته گران دى، نور پښتانه كښته، كُښلى ... وايي خو دوى ئې ښكته او ښكلى كړي، نور وايي: كښېنه، كښېږده، ... دوى وايي كېنه، كېږده، د جنوب غرب پښتانه (كښي) وايي، په كور كښي دئ، خو د مشرقي پښتانه ښ حذفوي او وايي په كور كي دئ، (ډېرى پښتانه په دې خاص مورد كي له مشرقي والو سره همغږي دي او كي وايي او دا ځكه چي تر كښي آسانه دئ)، دې ته مو هم بايد پام وي چي د دري نشستن له كښېنستل سره گډ بنسټ لري، ك ئې د دې لپاره حذف كړى چي دري ژبي نه شي كولى كلمه په ساكن حرف پيل كړي، يا به ئې حذف كوي او يا به متحرك حرف ورباندي اضافه كوي، د انگليسي stop د استاپ په بڼه تلفظ كوي، او د پښتو له لمر نه ئې مهر جوړ كړى، او له كښېنستل نه نشستن، دا ښيي چي اصل كښېنستل دئ نه كېنستل، د (ښ) گران تلفظ د دې سبب شوى چي په دغو كلماتو كي تغير راشي. د همدې لپاره گورو چي ځيني پښتانه قومونه (كښ) په (چ) بدلوي او وايي: چېنه، چېږده،
27- ځيني پښتانه (د) د (له) په ځاى كاروي چي دا يوه غلطي ده، صحيح ئې دا ده چي: دى د كابل دئ، دى له كابله راغلى، صحيح نه ده چي ووايو: دى د كابله راغلى دئ ، په دري كي د دغو دواړو لپاره (از) راځي، (او از كابل است)، (او از كابل آمده)، هغه خلك چي د دري تر اغېز لاندي دي دا دواړه يو د بل په ځاى راوړي.
28- د (ف) او (پ) لانجه: پښتانه د (ف) په ويلو كي مشكل لري، د همدې لپاره غواړي هغه په (پ) واړوي، مخصوصاً كله چي د بلي ژبي الفاظ پښتو ته رااړوي، د مثال په توگه د عربي له فوج نه پوځ او د انگريزي له فابريكې نه پابريكه جوړوي، په كار ده چي دا په خپلي اصلي بڼي كي وليكل شي، فوج يا فوځ او فابريكه.
29- د (ق) او (ك) ستونزه: پښتانه د (ق) په ويلو كي هم ستونزه لري، غواړي آسان ئې كړي، او د (ك) بڼه وركړي، قرار، قوم، قلم، او له عربي نه اخيستل شوي نور كلمات د كرار، كوم، كلم په توگه تلفظ كوي او ځيني بې خبره خو متعصب ليكوالان گمان كوي يا قصداً ښيي چي صحيح بڼه ئې همدا ده، په كار ده چي دا او دې ته ورته ټول دخيل لغتونه په خپلي اصلي بڼي كي تلفظ او وليكل شي. دري ژبي چي ټول دخيل لغاتونه په اصلي بڼي كي قبول كړي، اوس د ادبي دري نږدې اويا په سلو كي عربي لغات جوړوي، هلته هم ځيني متعصبي كړۍ هڅه كوي چي عربي لغات له دري وباسي، كه څه هم دا كار ناشونى دئ، خو كه له دري نه عربي ووځي نو په يوې نيستمني ژبي به بدله او خپله ټوله اوسنۍ غنا به له لاسه وركړي. د ايران متعصبو كړيو له اوږدې مودې رادېخوا دا هڅه پيل كړې، د عربي او عربو په ضد د دوى او د نورو قومونو هره هڅه چي په مسلمانانو كي قومي او نژادي تعصبات راپاروي د غربي نړۍ له لوري بدرگه شوې او دوى ئې په شا ټپولي، د ايران معروف شاه پرست شاعر فردوسي خپله شاهنامه داسي وليكله چي هيڅ عربي لفظ په كي رانشي، نن او په ايران كي د شيعي انقلاب له راتلو وروسته هم دا لړۍ جاري ده، په افغانستان كي هم ځيني متعصبي غربپال او ايران پلوه ډلي همدا كار كوي. غربپال پښتانه ليكوالان هم په دې گمارل شوي چي همدا كار وكړي.
30- هغه پښتانه چي (ږ) د (گ) په څير تلفظ كوي، له (غ) نه مخكي د (ږ) تلفظ ورته گران شي، نو ځكه (غ) ترې رامخكي كوي او له (ږغ) نه (غږ) جوړوي، خو نور پښتانه ئې ږغ گڼي. لږ تر لږه بايد دا صحيح تلفظ هم ومنو.
31- همدا راز كله چي (ږ) او (ن) سره نږدې راشي نو مشرقي وال همغه معامله ورسره كوي چي له (ك) او (ښ) سره ئې كوي، (ن) له (ږ) رامخكي كړي، دا هم د (ږ) د گران تلفظ په وجه ده، له ږنور او ږنندي نه نږور او نږندي جوړ كړي. خو نور پښتانه چي (ږ) د (گ) په څېر نه تلفظ كوي دا مشكل نه لري او په خپل اصلي بڼه كي ئې تلفظ كوي او ليكي.
32- په دې وروستيو كي د عكس العمل په ځاى د غبرگون د راوړلو شاهد يو، په داسي حال كي چي غبرگون د عكس العمل معنى نه افاده كوي، نه پوهېږو په دې كي كوم مصلحت گوري چي دا جامع اصطلاح په ناقصه توگه بدلوي. غبرگ د يوويستوي په مقابل كي راځي.
33- په وروستيو څو مياشتو كي د اند كلمه په ځينو كړيو كي دود شوې، د فكر او نظر په ځاى ئې كاروي، په داسي حال كي چي دا او دې ته ورته الفاظ هومره عام شوي او هر څوك ئې په معنى پوهېږي چي په ډېر زحمت سره كولى شو بدلي او حذف ئې كړو، د عربي الفاظو په ځاى د پښتو متروك الفاظ دودول د هغو كړيو كار دئ چي له عربي سره حساسيت لري، د همدې لپاره گورو چي په استعماري ځواكونو پوري تړلې خبري رسنيو دې كار ته كلكه ملا تړلې، متعصبي څېرې ئې استخدام كړې او دا كار پرې كوي.
34- كامه بايد د (او) په ځاى او هلته وكارولى شي چي د يوې جملې پاى او د بلې اړوند جملې پيل په گوته كړي، نه مكرر (او) ليكل صحيح دي او نه دا چي وليكو: رپوټونه وايي، چي....، په داسي مواردو كي تر چي نه مخكي د كامې راوړل صحيح نه دئ او د جملې ضروري ارتباط شلوي .
35- خداى پامان په اصل كي د خداى په امان كي دئ، تخفيف په كي راغلى، په اوسنۍ بڼي كي صحيح مفهوم نه افاده كوي، كه خداى دي مل، خداى دي حافظ، خداى دي ساتونكى، د خداى په امان كي دي وې... وويل شي غوره دئ. او دې ته خداى پامانى ويلى شو.
36- د ندا لپاره په عربي او دري كي (اى) او په پښتو كي (اې) ويل كېږي، نږدې ټول پښتانه وايي: اې ربه! اې پلاره ! اې زويه! په كار ده چي په ليكني كي هم دا مراعات شي.
37- ځينې ناپوه او متعصب كسان هڅه كوي چي له پښتو نه د (آ، ث، ص، ط،ظ، ع، ف، ق، ء،) حروف وباسي، دا نه يوازي ناسم كار دئ بلكي له پښتو سره لويه جفا ده، په دې حروفو سره پښتو غني شوې او په حذفولو سره ئې له سختو ستونزو سره مخامخ كېږي، موږ د عربي بې شمېره لغات خپل كړي، ځيني ئې دومره عام شوي چي د پښتو اړوند لغات متروك شوي او ځاى ئې دوى نيولى، صبر، طرف، ثواب، عالًم، آدم، ظلم، يتيم، زكات، خيرات، قلم، فرق، .... ئې بيلگي دي، دوى دې ته پام نه كوي چي آخوا، آسمان، آخرت، آخوند، آرام... په داسي غږ پيل كېږي چي آ ئې افاده كولى شي، نه يوازي الف دا غږ په دقيقه توگه افاده كولى شي او نه ها.
د فارسي ژبي يوه ستونزه دا ده چي (ټ) او (ډ) نه لري، دې ته اړه ده چي دا تشه ډكه كړي، هغه دخيل كلمات سم نه شي ادا كولى چي د دې حروفو اړوند غږونه په كي وي. انگليسي هم د ځينو غږونو لپاره توري نلري، خو دا ستونزه ئې په دې سره حل كړې چي دغو غږونو ته ئې جوړه حروف رامنځته كړي، لكه د (غ) لپاره gh د (خ) لپاره kh د (ژ) لپاره jh دا سمه نده چي موږ هغه حروف حذف كړو چي د پښتو د كلماتو د سمي افادې لپاره ضروري دي.
38- د پښتو ځيني ادعائي خدمتگارانو د الف په اړه هم يوه ستونزه راولاړه كړې او موږ ئې له دې پوښتني سره مخامخ كړي يو چي پښتو څو الفونه لري؟ يو كه درې ؟ آيا زور، زوركى او مد د الف په نامه يادولى او د الف پر ځاى كارولى شو؟ آيا له مد او همزه نه پرته د پښتو توري بشپړ گڼلى شو؟ نه يوازي د پښتو او فارسي حروف له عربي اخيستل شوي، بلكي د فارسي كلماتو نږدې اويا اتيا په سلو كي عربي دي، او پښتو هم دې ته ورته، موږ همزه او مد ته همدومره ضرورت لرو لكه الف ته، آدم، آسمان، آلو، آس له مد نه پرته ليكل غلط دي، همداراز دعاء، اعتناء، علماء، او دې ته ورته كلمې له همزه پرته ليكل غلطي ده، متأسفانه ځيني خلك دا اشتباه كوي چي پښتو ليكدود ته داسي بڼه وركړي چي د زور، زېر او پېش ځاى الف، يې او واو ونيسي، همزه او مد حذف كړي، د ف او ق په ځاى پ او ك وكارول شي، كه د دوى رايه ومنل شي بيا خو به پيسته د پِسته په ځاى او پاسته د پَسته په ځاى ليكو، بيا خو به ناچار په هري كلمې كي گڼ شمېر الف، يې او واو اضافه كوو، قلم به كالام، صبر به سابار، فراه به پاراه ليكو. دا خلك نه پوهېږي چي د يوې كلمې د توريو تر منځ د ارتباط د څرنگوالي بيانولو لپاره دغو اِعرابو ته سخت ضرورت دئ، د عربي كمال په دې كي دئ چي دا اِعراب لري، د همدې لپاره هغه كلمات چي له ورته تورو څخه جوړ شوي په تلفظ كي ئې له هيڅ ستونزي سره نه مخامخ كېږي،او لوستونكى پرې پوه كوي چي څنگه ئې يو ځاى يا بېل بېل تلفظ كړي. خو موږ په دې اړه ستونزي لرو. دا دوستان دې ته متوجه نه دي چي د پښتو يوه ستونزه دا ده چې د توريو د حركاتو لپاره علايم نه لري، او دا هغه څه دي چي عربي ته ئې پر نورو ژبو امتياز وركړى، دغه ستونزه د دې باعث شوې چي موږ گڼ شمېر ياگاني جوړي كړو، او همدا ياگاني موږ له كړاوونو سره مخامخ كړي، په داسي حال كي چي زموږ څنگ ته فارسي او عربي يوازي يوه يې لري، كه موږ هم علايم درلودى نو يوه يې راته كافي وه، زموږ يې هم په اصل كي يوه ده، بېل بېل تلفظ ئې په اصل كي تر يې مخكي توري له حركت سره ارتباط لري، او دا دئ اوس خو ځيني راپيدا شوي او غواړي واو او الف هم د يوه په ځاى درې او څلور كړي!! او دې غيرمعياري او ناسم كار ته ژبي ته د خدمت نوم وركوي!! ژبي ته خدمت دا دئ چي آسانه كړى شي، د كلماتو تركيب ئې د قواعدو مطابق كړى شي، ليك او تلفظ سره ورته شي، اضافي توري ونه كارول شي، د بېلو بېلو قومونو لهجې او بېل بېل ليكدودونه ئې توحيد شي.
39- د لېري او لري سمه ليكنه همدا ده، د لېرې او لرې په توگه ئې ليكل غلط او د مروج تلفظ خلاف دي، د لري (بعيد) او لري (د لرلو صيغه) تر منځ تفكيك د لام او رې په حركت سره كېږي، په لومړي كي لام زور او رې زېر لري او په دوهم كي لام زور او رې زوركى لري.
40- د ولي (نوم) او ولي (استفسار كلمه) يو رنگ او په همدې توگه ليكل صحيح دي، د ولې په توگه ئې ليكل غيرمعياري دي، د دواړو ترمنځ تفكيك په يې سره نه بلكه د واو په حركت سره كېدى شي، په لومړي كي واو زوركى لري او په دوهم كي زور. هيڅ پښتون د ولي وروستۍ يې د ويالې په څېر نه تلفظ كوي.
41- اوه (7) په همدې توگه ليكل سم او د اووه په توگه ئې ليكل ناسم دي، داسي ليكل ئې د هغه چا اختراع ده چي غواړي د پيش په ځاى واو وليكل شي، دا عدد په اصل كي داسي تلفظ كېږي (اُوَه)، الف پېش لري او واو زور.
42- يولس او دولس همداسي ليكل سم او د يوولس او دوولس په توگه ئې ليكل ناسم دي، د دواړو عام تلفظ داسي دي: يُوُلَس، دُوُلَس؛ په اصل كي (يو او لس) او (دوه او لس وو چي تخفيف پكي راغلى، د او په ځاى لومړي واو ته پيش وركړى شوى او هې حذف شوې.
43- نه (9) په همدې بڼه ليكل صحيح دي نه د نهه په توگه.
44- ځيني ليكوالان د فارسي هغه اصطلاحات په بشپړه توگه په پښتو ژباړي چي ډېر بې ځايه تكلف په كي شوى، هلته عربي الفاظ په ناسمه توگه او له تكلف سره كارول شوي او دا ليكوالان له هغوى تقليد كوي او همدا كار په پښتو كي كوي، لكه دا چي په فارسي كي وايي در آن جا وجود داشت، دوى د وجود عربي كلمه پور كړې او له تكلف سره ئې كارولې، دا ئې تر دې ادبي گڼلې چي وليكي: در آن جا بود، زموږ ليكوالان له دوى تقليد كوي او ليكي: هلته ئې شتون درلود!! گمان كوي چي دا به تر دې ډېر ادبي وي چي وليكي: هلته وو. يا دا چي په فارسي كي ليكي، در اختيار او قرار گرفت، د دې په ځاى چي وليكي: به دستش افتاد، زموږ ليكوالان ئې داسي راژباړي: په اختيار كي ئې قرار ونيولو!! د دې په ځاى چي وليكي: په لاس ورغى، يا په واك كي ئې شو، په ليكني كي بې ځايه تكلف ليكنه عيبناكه كوي، د بلاغت غوښتنه دا ده چي اضافي توري او كلمات ونه كارول شي.
45- له هري ژبي كلمې په كلمې ژباړه غلطي ده، مخصوصاً له فارسي نه پښتو ته، حقيقت دا دئ چي په فارسي كي ډېر بې ځايه او بې خونده تكلف شوي، د ادبي او عاميانه ژبي ترمنځ ئې ژور توپير شته، كه څوك د فارسي عاميانه ژبه له تصرف او تغير نه پرته وليكي او له ادبي ليكني سره ئې مقايسه كړي ورته معلومېږي چي څومره تغير پكي راغلى، د مثال په توگه: مه ميرُم- من مى روم، ما ميريم - ما مى رويم، بيا بريم- بيا برويم، كار كديم – كار كرديم، او هلته چي عربي كلمات كاروي نو عجيب څه ترې جوړ كړي؛ د بيلگي په توگه: قرار بود، به سقوط مواجه سازد، به ابلاغ فرمان مقام معظم رهبرى همت گماشت، زمام اداره كشور در اختيار معظم له قرار گرفت، فرمان صادر فرمود... او له انگريزي play roal په رول يا نقش بازى كرد، مقلد ژباړونكي هڅه كوي دغه ټول الفاظ له ټول بې ځايه، عبث او مسخره تكلف سره كلمه په كلمه وژباړي او ليكي: قرار و، له سقوط سره مواجه كړ، د رهبرۍ د معظم مقام د فرمان د ابلاغ لپاره ئې همت وگماره، د هېواد د ادارې زمام د معظم له په اختيار كي قرار ونيوه، فرمان ئې صادر وفرمايه، رول ولوبوي...
46- ځيني متعصب او ناپوه ليكوالان، هغه چي ډېرى ئې له بهر نه گمارل شوي، دا هڅه كوي چي د افغانانو ترمنځ اختلافات راولاړ كړي، يو ئې ادعا كوي چې پښتنو اصيله ژبه ده او لرغونى تاريخ لري او بل ئې وايي دري او فارسي اصيله ژبه ده او اوږد تاريخ لري، دا جنابان دې ته متوجه نه دي چي د پښتو او دري په سلو كي تر اتيا زيات لغاتونه گډ بنسټ لري، كه د الفاظو په اړه ئې دقيقه څېړنه وكړي ورته معلومه به شي چي دا دواړه ژبي څو پېړۍ مخكي يوه ژبه وه، د خاصو عواملو په وجه سره بېلي شوې، دا كړۍ د يوې ژبي تسلط د هغې د ښه والي دليل گڼي، حال دا چي د ژبي د تسلط عوامل نور دي، هغه ژبه مسلطه شوې چي په سياسي لحاظ مسلطه شوې، كه نن انگرېزي د نړۍ مسلطه ژبه ده وجه ئې دا نه ده چي دا ژبه تر نورو ښه والى لري، يا لرغونى تاريخ، وجه ئې د هغه قوم سياسي سلطه ده چي انگريزي وايي، زه په ډېر ډاډ او جرأت سره ويلى شم چي انگرېزي د نړۍ تر ډېرو ژبو ناقصه، وروسته پاتې او له ادبي لحاظه ستونزمنه ژبه ده. په افغانستان كي د پښتو ژبي د عدم ودي او فارسي د تسلط عوامل نور دي، چي زه ئې څېړل مفيد نه گڼم.
دغو كړيو ته وايم راشي وگورئ چي د پښتو او فارسي لغات څومره سره ورته او نږدې دي:
د انسان د غړو نومونه:
پښتو فارسي
سر سر
پزه يا پوزه پوز
زنې زنخ
زبه يا ژبه زبان
ورون ران
لاس دست (ل) په (د) بدل شوى
پښه پا (ښ) حذف شوى
زنگون زانو
غوږ گوش غ په گ او ږ په ش بدل شوي
غاړه گردن غ په گ ړ په ر او ه په دن بدل شوي
غوښه گوشت
گوته انگشت
نوك ناخن او نوك
خپلوان
پلار پدر لا په د بدل شوي
ورور برادر
خور خواهر
مور مادر
لېور ييور
ماما ماما
نيكونه نياكان
زېږېدلى زائيده
شمېرې
يو يك
دوه دو
درې سه
څلور چهار
پنځه پنج
شپږ شش
اوه هفت
اته هشت
نه نو
لس ده
يولس يازده
دولس دوازده
ديارلس سيزده
څورلس سيزده
پنځه لس پانزده
شپاړس شانزده
اوه لس هغده
اته لس هژده
نولس نوزده
سل صد
زر هزار
اشياء
آسمان آسمان
زمكه زمين
لمر مهر
مياشت سپوژمۍ ماه
باران باران
اوبه آب
ونه بن واو په ب بدل شوى
بوټى بوته
شگه ريگ
غر هير (كوه)
درياب (سيند) دريا
كور (انگور) انگور
غنم گندم (غ) په گ بدل شوى
جوار جواري
مار مار
آس اسپ
خر خر
غوا گاو غ په گ بدل شوى
وز او وزه بز
پشۍ پشك
مرغه مرغ
طوطي طوطى
بلبله بلبل
ځنگل جنگل
نوى نو
رنگونه
تور تار (سياه و تاريك)
سور سرخ
سپين سفيد
زېړ يا ژېړ زرد
نصواري نصواري
افعال
ليدل ديدن ل په د بدل شوى، تل همداسي شوي
خوړل خوردن
وخوره بخور و په ب بدل شوى، تل همداسي شوي
كړل كردن
كرل كاريدن كشت كردن
رېبل درويدن
وړل بردن
شړېدل شاريدن
تگ تك و دو
آزمېښت آزمايش
ورېدل باريدن
نومونه
خاوند خداوند
ستر سترگ
گرم گرم
سوړ سرد
نرم نرم
سخت سخت
شرم شرم
تبه تب
شپه شب
ورځ روز
غرمه گرمي
لمن دامن
ځاى جاى
مږه موش
دې ته بايد متوجه وو چي كله ځيني لغتونه له پښتو نه فارسي ته اوړي نو د پښتو لغت ځيني توري لكه ل، غ، ځ، و، ږ په دري كي په د، گ، ج، ب، ش بدل شوي، لكه:
لمن - دامن، ليدنه- ديدن، پلار- پدر، لاس- دست...
غوږ -گوش، غوښه -گوشت، غرمه - گرمي
ځاى -جاى، پنځه- پنج،
شپږ - شش، مږه - موش،
ونه - بن، وخوره - بخور،
د دې الفاظو شمېر ډېر زيات دئ، دومره چي په دې كي چا ته د شك ځاى نه پرېږدي چي پښتو او دري څو پېړۍ مخكي يوه ژبه وه او ورو ورو سره بېلي شوې.
څو ورځي مخكي مي د يوه متعصب ليكوال مركه اورېده چي ويل ئې فارسي د پښتو په پرتله اوږد تاريخ لري او گواكي پښتانه ليكوالان له فارسي نه ژباړه كوي. دا د بيمار ذهن او زړه او كوږ فكر او قلم خاوند په دې نه پوهېږي چي پښتو او فارسي څو پېړۍ مخكي يوه ژبه وه، ورو ورو سره بېلي شوې، ډېر ناپوه او كمعقله انسان به داسي انگېري چي فارسي تر پښتو زوړ تاريخ لري، څوك چي په دې پوهېږي چي انسانان له يوه مور پلار پيدا شوي، نژاد ئې يو او د يوې ستري كورنۍ غړي دي، هغه په دې پوهېږي چي د ژبو بنسټ هم يو دئ، مختلفي ژبي داسي دي لكه د يوې ستري وني لويي او وړې څانگي، هر څومره چي له وړو څانگو نه د سترو څانگو په لوري ځو بېلي څانگي گډ بنسټ پيدا كوي، نه يوه څانگه پر بلې غوره والى لري او نه زوړ تاريخ.
47- د خداوند او نماز الفاظ له پښتو نه دري ته تللي، اصل ئې لمونځ او خاوند دي، لمونځ او خاوند واضح معنى لري، لمونځ د تجليل په معنى او خاوند د څښتن په معنى ده چې يو ئې د الله تعالى لپاره غوره معنى لرونكى نوم او بل ئې د لمانځه لپاره مناسب نوم دئ، نماز او خداوند داسي جوړ شوي چي له معنى پرته نومونه دي، دا ځكه چي له بلي ژبي اخيستل شوي، په دري كي خاوند په خداوند اوښتىبيا تخفيف شوى او خدا ترې جوړ شوى او بيا پښتو ته راانتقال شوى او خداى ترې جوړ شوى.
48- د لمونځونو اوقات له دري اخيستل شوي او په پښتو كي تغير په كي راغلى: نماز شام ئې ماښام كړى، (ن) او (ز) ئې ترې حذف كړي، نماز خفتن ئې ماخستن، نماز ديگر ئې مازديگر، نماز پيشين ئې ماپښين كړي، له (پس شوي) نه ئې پېشلمى جوړ كړى، ښايي د دې مهال اصلي نوم په پښتو كي سېمى وي چي ځيني پښتانه ئې په همدې نامه يادوي، موږ د اوقاتو لپاره گهيځ، برېزر، غرمه، لمرخاته او لمر ولېده لرو، د گهيځ په ځاى مو د عربي سحر رااخيستى خو هغه هم ځينو سهار كړى.
49- پښتو نوې كمپيوټر ته لار موندلې، د هغو افغانانو دا هڅه د ډېر قدر وړ ده چي دا كار ئې كړى، خو ډېر كار لا پاته دئ، د پښتو لپاره ښكلي حروف جوړول يو له دغو كارونو څخه دئ، هم د متن لپاره او هم د عنوان لپاره، موجود حروف ځيني ستونزي لري، ځيني ئې د يو شمېر ضروري حروفو د نشتوالي له مخي ناقص دي، آ، ؤ، أ، إ، گ، ... نه لري، ځيني ئې داسي دي چي د (د، ډ، ر،ز، و او نورو حروفو موقعيت په دقيقه توگه نه دئ ټاكل شوى، په ليكه برابر نه وي، ښكته او پورته وي، په كرور حرف كي داسي دي: (د و ډ ذ رد ز و) په ځينو كي يو شمېر علايم لكه . ، : ! " په واضح توگه نه معلومېږي له ضروري اندازې واړه جوړ شوي، په كرور حرف كي داسي دي: . ، : ! " دا په داسي حال كي چي كرور حرف تر ټولو شته حروفو ښه دئ، زه دې ته اړ شوم چي له عربي او فارسي نه څلور تر ټولو ښكلي حروف غوره او پښتو ته واړوم، د پښتو كرور حرف كي مي هم لاسوهنه وكړه او ځيني ستونزي مې رفعه كړې، د دغو حروفو نومونه دا دئ:
Pashto best font
Pashto anwan font
Pashto anwan font outline
Pashto Arabic style font او
Pashto Kror modified
موجود پښتو حروف له عربي حروفو اقتباس شوي، د پښتو خپل دوديز خط ډېر ښكلى دئ، په كار ده دغه حروف كمپيوتر ته انتقال شي.
د پښتو حروفو لپاره په عربي كي جوړه شوې كي بورد كارول كېږي، كمپيوتركاران دې ته اړ كېږي چي د پښتو او دري د هر حرف لپاره نوې كلي زده كړي، چي دا كار يقيناً گران دئ، مخصوصاً د لومړنيو زده كوونكو او هغو لپاره چي په دوو ژبو ليكني كوي، داسي كي بورډ ته ضرورت وو چي دa په كلي سره الف د bپه كلي سره ب ټايپ كړي، ما دا كار وكړ او Pashto keyboard مي جوړ كړ، اميد دئ په دې سره د ټولو هغو افغانانو مشكل حل شي چي كمپيوټر د ليكلو لپاره كاروي، هم په پښتو او فارسي ليكني كوي او هم په انگريزي.
له( تاند) پاڼي څخه په مننه .