د سپینې ادې ادبي او کلتوري ټولنه : هرات
د غمرازي پيغام :
په ډیره خواشينۍ سره خبر شوو چې د سپینې ادې ادبي او کلتوري ټولنې د هڅاند او تکړه غړي ښاغلي فهیم ساپي د کورنۍ دوه کسان د امریکايي ځواکونو په بمبارۍ کې شهیدان شوي دي . د سپينې ادې کلتوري ټولنه له ښاغلي فهیم ساپي سره په دې غم کې ځان شریک بولي ، نوموړي اوکورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوو .
دتېري يکشنې په ورځ د کاپيسا ولايت، تګاب ولسوالۍ د غازي خان خېلو په کلي بهرنيو ځواکونوبې رحمانه برید وکړ ، په برید کې ډیر ي بې ګنا کورنۍ له خپلو خپلوانو څخه بې برخي شوې ، زیات شمیر ماشومان یتیمان او میندي کونډي شوې ، په دغو کورنیو کې یوه هم د هڅاند ځوان فهیم ساپي کورنۍ وه . د سپینې ادې کلتوري ټولنه خپل تکړه غړي فهیم ساپي سره په غم کې ځان ګډ بولي او دداسي پيښو کلکه غندنه کوي .په اخر کې یو ځل بیا د شهیدانو وارثانو ته د صبر غوښتنه کوو او شهیدانو ته دجنت خواست .
د سپینې ادې ادبي او کلتوري ټولنه هرات افغانستان .