غزل
د مرحوم پلار میرات مشکات یې په رباب ورکړی
اخندزاده صاحب شیخۍ ته رټ ځواب ورکړی
ځان ورنه هېر وي، چې بیان د دوزخیانو کوي
ته وا له مخه یې د خپل عمل حساب ورکړی
ته دې نیک نام یې، ستا ولس دي وي بدنام د زمان
دارنګه ګفت ورته پیرانو د پنجاب ورکړی
هغه له موږ نه د ایمان ټیکه هم وغوښتله
چا ته چې مونږه په ټیکه باندې محراب ورکړی
زما بچی دې سور خنجر په لاس را ولېږلو
خپلو بچو ته دې په لاسو کې کتاب ورکړی
د خدای عذاب ته دې څه پرېښودل د جبر پیره
زما ولس ته دې په دې نړۍ عذاب ورکړی
خدای هم عجیب دی، هم یې خون زما حرام ګڼلی
هم یې خونکارو ته زما د خون ثواب ورکړی
ع . ق 11/6/2008
یادونه :
دیو شاعر ملګري ښکلی غزل چې نه یې غوښتل نوم یې رښانه شي .
کیدای شي دا هم د کرزي د حکومت د ناکامۍ او بې وسۍ یوه نښه وي همدا شان په افغانستان کې د یوه بد او ناڅرګند حالت ښکارندویه وي . چې لیکوالان او شاعران اوس په مستعار و نومونو لیکنې او شعرونه خپروي .
ژوندون
10.06.2008
- qarabagh
روحاني ، لکه چې خبر و !
د محمدنعمان دوست لیکنه:د پارلمان د يوه جنجالي خبر په ايديټ بوخت وم ، زما کمپيوټر د نيوز روم ور ته مخامخ دى ، يو ناڅاپه در وازه پرانستل شوه او بيا يو دنګ ځوان راننوت . سترګو لاندې مې ور وکتلې ، بيرته مې خپل کار پيل کړ ، زه څه خبر وم چې په دې دروازې به بيا هغه قدمونه را دننه نه شي . د ميز سر ته مې ودرېد ، ور پورته شوم ، پر آبي رنګه جامو يې لاسي ګريوان ځليده او تور واسکټ يې پرې اغوستى و ....
16.06.2008
- qarabagh
د وخت ظالمانو : که کرزی یې او که ملا عمر . دامو بیا په بې وزله افغانانو څه حالت راوست، پرون مې دوه یتمان ولیدل چې په لوڅو پښو ، ببر سر او لمدو سترګو یې په خپل پلار پسي ژړل بې وزلي مور یې د زړه په زور اوښکي ور پاکولې او په سلګو کې یې ورته ویل !!! ، مه ژاړۍ ... پلار مو بیرته راځي ... هغه خو د لمانځه په نیت له کوره وتلی وو رابه شي ... سلګۍ به یې نوري په چیغو بدلې شوې او ماشومانو به هم ورسره غبرګې چیغي وهلي...