روحاني ، لکه چې خبر و !
د محمدنعمان دوست لیکنه:
د پارلمان د يوه جنجالي خبر په ايديټ بوخت وم ، زما کمپيوټر د نيوز روم ور ته مخامخ دى ، يو ناڅاپه در وازه پرانستل شوه او بيا يو دنګ ځوان راننوت .
سترګو لاندې مې ور وکتلې ، بيرته مې خپل کار پيل کړ ، زه څه خبر وم چې په دې دروازې به بيا هغه قدمونه را دننه نه شي .
د ميز سر ته مې ودرېد ، ور پورته شوم ، پر آبي رنګه جامو يې لاسي ګريوان ځليده او تور واسکټ يې پرې اغوستى و .
لنډ هرکلى مې ورته ووايه ، هغه د نورو ملګرو ليدلو ته لاړ او ما بيا په خپل کار پيل وکړ .
شيبه وروسته ، مې بيا خواته راغى ، نږدې راسره کېناست ماوې :
روحاني صاحب ! په هلمند کې څه خبرې دي ، کوم نوى خبر نه لرې !؟
هغه غلى شو او بيا يې را وکتل : هلمند نه چې خبر نه وي ښه خبر دى .
هغه پسې وغځوله : د هلمند به څه خبر وي ، ځانمرګى وشو ، بريد وشو ، ماين پټاو شو ، وتښتول شو ، ووژل شو او ...
دې خبرو خورا خواشينى کړم ، د سر دعا مې ورته وکړه ، خو لکه چې زموږ عملونه سم نه دي ، ځکه خو مو دعا هم نه قبلېږي .
وګورئ ! له ٣٠ کلونو راهيسې په هرجومات کې له پنځه وخته لمونځونو وروسته ملااو مقتديان يې همدا دعا کوي : خداى نوره سوله راولې ، خدايه مسلمانان له غمه وساتې او ..
خو دادى نه سوله راغله او نه مسلمانان له غمو وساتل شول .
د روحاني له پورته خبرو ايله اونۍ اوښتې وه ، چې له هلمنده مو د هغه د لادرکه کېدو خبر ترلاسه کړ .
که څه هم د روحاني وروستۍ خبره : (( هلمند نه چې خبر نه وي ښه خبر دى . )) مې په زړه غوټه – غوټه کېده خو بياهم خپله مې ځان ته تسلي ورکوله .
د روحاني سپيڅلې څېره به مې تر سترګو شوه ، د هغه عاجزه او دروند خوى به را ياد شو ، ډاډه به شوم ځان سره به مې ويل : پر روحاني به هيڅوک لاس پورته کولوته زړه ښه نه کړي ، نه داسې ډبرين زړونه د انسانانو په کالبدکې نه شي ځايداى .
شپه تېره شوه ، سبا مې چې څنګه بينوا ويبپاڼه پرانيسته په يوه سرليک مې سترګې ولګېدې ، هډونه مې سست شول او زړه مې ډيپ ولويد ، که خبر مې پرانستى نه وى کريکه مې له خولې وتله .
عنوان و ( د بي بي سي سيمه ييز خبريال ووژل شو ) دا په سوماليا کې د بي بي سي خبريال و ، په ده هم خپه شوم ، خو پخوانى حالت مى ښه شو .
د مازيګر شاوخوا ٥:٣٠ بجې وې ، زما ملګرى او د روحاني ايډيتر جاويد هميم صاحب زنګ را ووهه :
د روحاني نوم يې واخست او بيا شيبه دواړه غلي وو ، ما کې د پوښتنې جرئت نه و او هغه کې د خبرو کولو .
وروسته يې همدومره وويل : په کندهار کې بشير نادم ته زنګ وواهه .
د نادم نمبر مې په څه خوارۍ ډايل کړ : د نادم زړه ډک و ، ښه شيبه مې په ټېلېفون کې سره وژړل او بيا يې د روحاني په اړه لنډ – لنډ معلومات راکول .
هغه وويل : د روحاني دواړه لاسونه تړل شوي وو ، خو زړه مې نه منل .
هغه وويل : د روحاني په مرۍ چاقو هم کش شوى و ، خو زړه مې نه منل .
هغه وويل : روحاني په ډزو هم ويشتل شوى ، خو زما زړه نه منل .
زړه نا زړه وم ، کله مې د دروند ، تنکي او خوش اروا ځوان څېره سترګو ته درېده او کله په هغه د راغلي حالت کيسه .
زړه ته مې ډاډ ورکو ، خو حقيقت نه بدليده .
خپله دعا ، د ميليونونو مسلمانانو دعاوې چې هميشه دخپل امت د سر خير غواړي ، او ... هرڅه نه ناهيلى شوم .
د روحاني وروستۍ خبره رښتيا شوه ، هغه ته د مرګ ملکې په غوږ کې څه ويلي و ، خو هغه دغه راز پټ ساته او يواځې په رمز کې يې موږ پوه کړي وو :
هلمند نه ، چې خبر نه وي نو ښه خبر دى !!!!
محمد نعمان دوست ، کابل
د غبرګولي ٢١مه