روحاني ځنې خبر شوې ؟ چا وژلى
هغه ګل يې په سرو وينو لمبولى
زه پوهېږم ، دا خبر منلى نه شئ
د ګلاب قتل څوک کله شي منلى
خو قسم دى روحاني يې راته وويشت
هغه ځوانِ لا ثاني يې راته وويشت
په هلمند د چا ګلان نه پيروزو کېږي
بس يو ګل و بياباني يې راته وويشت
روحاني اوس په سرو وينو کې رنګين دى
ترمې – ترمې مړاوى ګل پروت په زمين دى
اوس هغه سترګې حيرت نه کتى نه شي
خپل قاتل ته فکر وړى دى غمګين دى
هغه دنګ قد په ملا مات شو ، را ګوزار شو
د خپل ځان په وينو سور لکه انار شو
خپلې حورې يې په دې دنيا کې پرېښوې
په جنت کې کومې حورې ته په کار شو
خبر نه يي ؟ اوس د ګل قتل اسان دى
بې مالي زمونږه باغ زمونږ بوستان دى
هر ډنډر کې غشى خښ او سر يې نشته
زموږ کور اوس د ګلونو قبرستان دى
روحاني ملګريه ! سپينه راته وايه
لکه تېر هسې په مينه راته وايه
دا کوم زړه و ، چې پر تايې ماشه کړه ؟
همدغه خبره سپينه راته وايه
ګرانه ! ناوې دې په سرو سترګو ژړېږي
ګرانه ! زوى دى لکه ګل هسې رپېږي
ته خبر يې ؟ په هلمند کې نن قيامت دى
اسويلي لکه اورونه پورته کېږي
روحاني ملګريه ! ځه الله دې مل شه
په مزار کې دې څراغ د ايمان بل شه
ابدي ژوند دې د ستوري په شان روڼ شه
ستا قاتل په سترګو ړوند په غوږو کوڼ شه
ژورنالست ليکوال او شاعر عبدالصمد روحاني ، زما خوږ ملګرى و ، هغه پرون مازيګر ( دغبرګولي ١٨مه ) په هلمند کې وتښتول شو او نن يې همدغه ولايت کې جسد وموندل شو .
د غبرګولي ١٩مه ، د شپې ١١:٢٠ بجې
محمد نعمان دوست - کابل
له بینوا سایټ څخه په مننه :