غزل
ژوندون د هرې يارانې جبر دی
که صِرف په ما او په هغې جبر دی
دا چې د يو بل په يا د ژوند تيروو
د ا لا د کومي فيصلې جبر دی
که په هر حال دی تيرو به يې اوس
و الله د ورځي هم د شپې جبر دی
موږ اوس ګيله له هيچا هم نه کوو
د ا د روزګار د اراد ې جبر دی
چې پاکه مينه ورنه پټه سا تو
بس د ظالمي زمانې جبر دی
عبدالله شاه ژوندون
01.05.2008
- qarabagh
غزل
د يار مينه که انګار دی خير دی خيردی
زما زړګی که نا قراردی خير دی خير دی
د وصال په شپه به خوب په ځان حرام کړم
نن که غم په ما امبار دی خير دی خير دی...
03.05.2008
- qarabagh
غزل
مينه چې سترګو کې د يار ورکه شوه
زما نه هم د ژوندون لار ورکه شوه
هغه د نيا چې مې په خيال جوړه وه
دا ستا د ميني په انکار ورکه شوه
خاونده نورو نه يې مه ورکوې
هغه متاع چې له ما خوار ورکه شوه...