غزل

د يار مينه که انګار دی خير دی خيردی

زما زړګی که نا قراردی خير دی خير دی

د وصال په شپه به خوب په ځان حرام کړم

نن که غم په ما امبار دی خير دی خير دی

زما نصيب کې له ازله خوښې نشته

غم زما د ژوند شعار دی خير دی خير دی

له رقيب نه مې اوس هم پښې دی هسکي

که مې سر ځوړند به دار دی خير دی خير دی

نا اميد د رب له رحمه څخه نه يم

دا ژوندون که ګناه کار دی خيردی خيردی

عبدالله شاه ژوندون