غزل
مينه چې سترګو کې د يار ورکه شوه
زما نه هم د ژوندون لار ورکه شوه
هغه د نيا چې مې په خيال جوړه وه
دا ستا د ميني په انکار ورکه شوه
خاونده نورو نه يې مه ورکوې
هغه متاع چې له ما خوار ورکه شوه
لکه چې لمر د مازديګر ډوبيږی
هسې يې مينه وار په وار ورکه شوه
جانانه اوس نوراته سم ووايه
دادي يوه وه که په شمار ورکه شوه
عبدالله شاه ژوندون