داكټر فضل الله ساقب
پښتانه يادونه
جانانه لکه ته ېې ستا نازونه پښتانه دي
مدام مې زړه کې اوسي دا يادونه پښتانه دي
ډيوې غوندې روښانه مې په مړو هيلو بلېږي
دا څړيکې پښتنې دې دا دردونه پښتانه دي
په ژبه که له ډېرې حيا هو وييلی نشې
د مړاوو سترګو کونج کې دې ستونه پښتانه دي
د زړه په کور کې اوسي هېرېدل پکې هېڅ نشته
د مينې په قانون کې دا دودونه پښتانه دي
يوه يوه خبره د جانان مې راته ستايي
ساقي نن پښتون شوی دا جامونه پښتانه دي
ف – ث ته د پښتون اشنا پښتو په زړه اورېږي
ليکل ېې پښتانه نن ېې نظمونه پښتانه دي.
22.11.2010
- اريوب
جهانونه مزلونه د قتلونو غبارونه ترې چا پير دي د جذبو په اتڼونو خنجر ګډ دى چې دميني سرې پټۍ وې پرې تړلې اوس پر هغو ارمانونو خنجر ګډ دى...
23.11.2010
- اريوب
دپیغور شپې ورځېزمونږ په کور طوفان راغلئ ،ټول دخړ و ډک ووټول وران ویجاړ وو،هر یو کونج ېې د تیتړو ډک ووډیرئ ټپیان وو،او دالان مو لادمړو ډک وولا د اسمان زړګۍ تش نه وو، دلوخړو ډک ووچه دیو بل طوفان څپې مو په وران کور راغلېپره دئ لښکرې مو کا له ته بیا په زور راغلېورانو کوڅو ته مو دغلو غدۍ په چور رراغلېقیام ته بیا خدایه شپې ورځې دپیغور راغلې الحاج الهام الدین قیامداوړوکئ شعر افغانستان ته دامریکاېې لښکرو دلومړنئ...