جهانونه مزلونه


د قتلونو غبارونه ترې چا پير دي
د جذبو په اتڼونو خنجر ګډ دى
چې دميني سرې پټۍ وې پرې تړلې
اوس پر هغو ارمانونو خنجر ګډ دى

ډبرينو غشو ژبې دي ايستلي
زمانو کړلې د زړونو چينې وچې
غېږې غېږې څڼې نه شي کيښوی سر ته
د خوږو خوږو خوبونو چينې وچې

د سکروټو فرش څپک په څپک خور دی
په تڼاکو په زګيرويو کې مو ژوند دی
جهانونه مزلونه مو تر منځه
د بيلتون په سرو کړيو کې مو ژوند دی

د مو سکا ګلدارې بې کچې خپه دي
د باران له ترنم نه مرورې
دردوونكي غږ ته يې نشته ځوابونه
بتخانې دې له صنم نه مرورې

نو د زړه د غوښتو خوله مې ده پرانستې
د خوږې ميني سيندونه پکې مينځه
موده وشوه تخيل مې پيکه شوی
د نظر د مالګو غرونه پکې مينځه

سيدجيلاني جلان


يادونه :- دغه نظم دګلپاڼو اتڼ کتاب څخه راخسيتل شوى دى