ما مې پلار ته ماتې ورکړه
ماته اوس هم په یاد دي چې کله به مې مور د پلار يادونه راسپړل نو د پلار مینه به مې د مور په سترګوکې داوښکو سیلابونه جوړ شول اوموربه مې داسې ستر منه ، سترمنه د سترګو راوویسته او دخپل سپيڅلي پوړني په څنډه کې به یې ونغښته.مور به مې د فخر د جذباتو په وجدکې ورکه وه .ما به داسې انګیړله چې مور مې د کوم میړني سرتیري کیسه راخیستې ده چې د وطن د عزت او ازادۍ جنډه یې په لاس کې ده او مخامخ د غلیم مخې ته وردانګي غلیم ته ماتې ورکوي او دخپل خوږ وطن سپیڅلي بیرق لاندې د عزت ژوند تیروي.زما پلار هم کټ مټ داسې یو سرتیری ته ورته ووکه څه هم الله پاک د خپلو نعمتونو پیرزوینې پرې ډیرې لورولې وې خو بیا هم د هغه په ژوند کې داسې ستونزې وې چې د هغه د ژوند اړینې برخې یې جوړولې.
زما پلار یو نظامی افسر و او د الله مهربانۍ نه د ایمان عزت وشهرت اوثروت لرونکې وو. خو یوازنی شی چې د ژوند به خوند کې د رنګه پیکه
ښکاریده هغه د یوه زوی ځای و چې خداې دا نعمت ور ته نه و په نصیب کړی.زما پلار به تل د یوه نیک صالح او نیک عمله زوی ارمان کولوخو هیڅکله یې د خداې له درباره ناامیدي نه کوله تل به یې یوه خبره په ډکه خوله کوله چې خدای هر څه رالورولي دي زوی به هم راکړي که خیر مې په کې وي.
په همدې امید یې د ژوند ټولو ناخوالو سره مقابله کوله او هیڅکله یې نهیلۍ ته سر نه ټیټولواو ځان یې کمزوره نه ګڼه. په همدا رنګه وخت تیریده او د وخت د تیریدو سره زما مور بیا د یو ماشوم مور کیدو ته امیدواره شوه د یوه ټاکل شوی وخت د تیریدو سره د وږی میاشتې په نهمه نیټه چې د پښتنو د جشن ورځې سره سمون خوري زما پلار لکه هر کال سهار وختي د لمانځه نه وروسته خپل نظامي یونفورم په تن کړ اوپه ډیر فخر او ایمان دارۍ سره یې خپل د میړانې او قهرمانۍ مډالونه په خپله سینه وټومبل او د رسم سره برابر یې د جشني تکمو او پلیټونو په ټومبلو خپل یونفورم سمبال کړ او په یوه ملائمه او نرمه خوشبویی یې خپل د بدن خوشبویی ته زیاتی راوسته او بیا د انګړ پلو ته روان شو د دروازې په خوا کې یو ځل بیا ودریده خولی یې د سره لیرې کړه اود دړې په سر ايښې کلمې ته یې لاسونه ورجګ کړه او ښکل یې کړه او بیا یې دسر په ټیټولو د تعظیم رسم پر ځای کړ او انګړ ته وواته. به انګړه کې یې زما مور ته مخ ورواړوه او په ډیره مینه یې زما مور ته ووایل چې ځان سره پام کوه زه نن ناوخته راځم که څه ستونزه پیدا شوه نو ځان روغتون ته ورسوه ماته ونه ګورې زه به کله راځم.مور مې هم د حیا نه سترګې ټیټې کړې او د سر په ښورولو یې د ښه ځواب ورکړ.
پلار مې د کوره وواته د قدمونو له تاوه یې د ځمکې زړه ریږدیده زما مور به وایلې چې کله به دې پلار په ځمکه قدم ایښوده نو ما به وایلې چې قدمونه یې له زوره ځمکه لړزوي کله به یې وایلې چې غیر له خدایه به بل داسې څوک پیدا شی چې دده قدمونه ولړزوي او یا دا سرتیری ترینه وبیریږي .
هغه ورځ تیره شوه د ماښام نښې په ښکاریدو وې چې پلار مې کورته راغلو دړې ته په رسیدو سره مې د تره وړوکي زوی ورمنډه واخیسته او په یوه زیری یې زما دپلار د ژوند رنګ بدل کړ .
زما د غره په شان پلار ولړزیده او پښې یې له واکه وواتې د ګل په شان څهره یې ورژیده او داسې په ځمکه ولږیده چې د وجود ددرنښت په ګردونو کې یې د سینې ځلانده مډالونو خپل رنګ بایلوده اوهمداسې ساعتونه،ساعتونه لکه یو ناتوانه شل او شټ انسان به تورو خاورو کې وغزیده او بیا هیڅکله دې ته ونه توانیده چې دخپلوفدمونو له زوره د ځمکې زړه ولړزوي،سرتیري ماته وخوړه دژوند په ډګر کې په هغه ورځ چې ما دنیا ته سترګې خلاصې کړې هغه ورځ زما د زیږدنې ورځ وه.
دځولۍ (پ)لیکنه