لنډې کيسې


لنډه کيسه: ځولۍ

  ما مې پلار ته ماتې ورکړه ماته اوس هم په یاد دي چې کله به مې مور د پلار يادونه راسپړل نو د پلار مینه به مې د مور په سترګوکې داوښکو سیلابونه جوړ شول اوموربه مې داسې ستر منه ، سترمنه د سترګو راوویسته او دخپل سپيڅلي پوړني په څنډه کې به یې ونغښته.مور به مې د فخر د جذباتو په وجدکې ورکه وه .ما به داسې انګیړله چې مور مې د کوم میړني سرتیري کیسه راخیستې ده چې د وطن د عزت او ازادۍ جنډه یې په لاس کې ده او مخامخ د غلیم مخې ته وردانګي غلیم ته ماتې ورکوي او دخپل خوږ وطن سپیڅلي

22.11.2010 اريوب

د چرسو كنډولى : د ځولۍ لنډه كيسه

د چرسو کنډولی له واده نه مې وروسته دا لمړی وار دی چې خپلې پلارګنۍ ته ورځم د خسرګنۍ او پلارګنۍ د کورونو تر منځه مې د ورځو او شپو مزل پروت دی خو زما ډیره بیړه ده چې کله به خپل کلي ته ور رسیږم اودا اوږد مزل به کله پای ته رسیږی په ستو مانتیا هیڅ نه پوهیدم خو دا اوږد مزل راباندیې ډيرغمیدلی و.زړه به راته وایلې چې کاشکې مې وزر درلودلی چې په هوا شوې وای او خپل کلي ته رسیدلې وی او په سپین رود کې مې مخ مینځلی وی او د سړې چینې نه م

10.11.2010 اريوب

سلمی سهيلۍ:نيمگړې هيله

نيمگړې هيله   مازديگرلمر په غړ غړو و ، په کوڅو کې د کلي هلکانو لوبې کولې . اڅک د دواله اړخ ته په خاورو کې پلنه پلتۍ وهلې وه او د سپينې سر يې په زنگانه ايښې و ، هه خورې ، هلته گوره ! گوره هلکان څه کوي ؟ سپينې خپله خوله په ډيرې سختۍ سره بيرته کړه لږ غوندې موسکې شوه او مخ يې ايخوا ته واړوو ، سپينې سپينې يې هلکا نو ته وکاته ! د هلکانو شور ماشور وو

05.11.2010 اريوب

رحمت الله رحمت : ورېنداري ته وايه موږ وبخښه

    ورېنداري ته وايه موږ وبخښه زحمتونه یې ګالل دهر چا خبري يې زغملې هرڅه به یې پرځان وړل خو چا یې هیڅ فریاد نه واورېدی . پرځوانۍ کونډه سوه دواده دوهم کال یې وچي خاوند " تورګل" یې دموټر دجنګېدو په پېښه کي مړ سو . دخاوند تربرو به هرکله چخني او کږې خبري ورته کولې او هر یوه به جلا – جلا په زړه کي ګوړي ورته ماتولې ، شاپېرۍ به یواځي داورته ویل : تاسي خو لږ صبر وکړئ چي زما "عیده " خو تېره سي .لنګه غوا ، داخترپسه او څو تلتکه چي ول

27.07.2010 اريوب

ويرجن مازديګرى: اصيل ځاځى

     ويرجن مازديګرى   دهغودواړو وروڼو، خيرن خچن صورتونه ، په پښوكې زاړه پلاستيكي بوټان شليدلي گريوانونه، دهيلوډكې سترگې اوپه معصوموشونډومړاوى غوندي موسكا مې هره شېبه دزړه ستنې ښوروي ، اوددې نيمگړې اوله فسادونوډكې دنياڅخه مې يوې بلې دنياته ، ها دليونتوب اوله هرڅه نه بې پروا ، دنيا ته ورپه مخه كوي. ماپخپل ديرش كلن عمركې ډيرې لوړې ژورې دژوند

11.03.2010 اريوب

لنډه كيسه ( مينه كه مذهب ؟) اصيل ځاځى

مينه كه مذهب ؟ انسان كله چې دنياته سترګې پرانيځي اوبيا تر ډېره ژوندې پاتې كيږي ، نودژوند له راز راز پړواوونو څخه تيريږي ; خو په ټولو كې مينه د ژوند دهغه پړاو خوږې اوبه دي چې ځښوونكي يې خوند د ژوند تر آخره نه شي هېرولى ! مينه هغه مينه چې نيالګى يې د دو زړونو له تله اوبه كيږي ! زه هم يو له هغو څخه يم چې د ژوند ښيرازه يې د مينې زيږنده وي ، ډېرو مينه پا

24.02.2010 اريوب

غبرګې جنازې : اصيل ځاځى

غبرګې جنازې سهاروختي له كوره راووتم ، لمونځ مې دكلي دځوانانو اوځوان طبيته سپين ږيرو دناستې په ځاى كې چې دكلى دخلكو په منځ كې په چوترې مشهور دى اداكړ ! ريايې مه كړى هماغه دلمانځه په ځاى كې مخ په قبله ناست وم او دمهربان خداى (ج) له درباره مې دخپلو ګناهونودمغفرت هيله كوله ، سهرباد دچوترى ترڅنګ ولاړې دصبرونې په غيږه كې يوې خوا او بلې خواته اړولې را اړولې ، شيبې تيريدې ، دسپيده داغ تيارې خپله واكمني ورو ورو سپين سهار ته سپارله ، ښه شيبه تيره شوه ، په كلي خوره چوپتيا ورو

22.02.2010 اريوب

د پسرلى ښکلى موسم

د پسرلي ښکلی موسم و، ورو رو باران ورېده، ونو نوې پاڼې غوړولې وې او ګلانو نازکې غوټۍ کړې وې. د باران هر څاڅکی د ګلانو پر پاڼو داسې رالويده لکه د ملغلرو دانې، هغه مرغۍ چې باران نمجني کړيې وې د يوه ښاخ څخه بل ته الوتې او يو تر بله يې چيغار و. په اسمان کې که څه هم سکون و خو يو عجيبه شاني اواز تر غوږ کيدی چې

10.11.2008 اريوب

د خدای لپاره اور رانه مړ کړه

درد مې کټ مټ د سپینې پاڼې پر مخ کرښې کرښې کاوه . په ترخو ترخو شیبو کې مې داوښکوله قافلو سره تودو سلګیو هم ملاتړ کاوه. ملګینو زمزمو مې په رپیدونکو شوڼدو خولې لګولې . ان تر دې چې د سپنې پاڼې پر مخ د حروفو کړۍ تر بیخه راورسیدې .شپه ښه پخه وه . د سپیني واروې پیڅي د حجرې تر دروازې رارسیدلې وې . په زړه انګیرۍ کې اور ټسه کوله . یوې نیمې سپرغۍ به له انګیرۍ نه

22.09.2008 اريوب

سترګې دې ډېرې ښکلې دي/ جلان

د پاکستان له پنډغالو نه مو خپل کلي ته کډه راستنه شوه. له غټ شش پای موټر څخه مو د کور د سامانونو ښکته کول پیل کړل. د کورنۍ ټول غړي په کار باندېمصروف وو.چې له نږدې ګاونډه یو ښځه راغله . شکور چې په خیر سره مو کډهخپل کورته راستنه شوه. روغ بړ یې زمونږ د کورنۍ ټولو غړو سره و کړل.شاه ته پسې دوې لوڼه راغلې چې یوه کوچنې او بله

05.08.2008 اريوب

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more