دپیغور شپې ورځې

زمونږ په کور طوفان راغلئ ،ټول دخړ و ډک وو
ټول وران ویجاړ وو،هر یو کونج ېې د تیتړو ډک وو
ډیرئ ټپیان وو،او دالان مو لادمړو ډک وو
لا د اسمان زړګۍ تش نه وو، دلوخړو ډک وو

چه دیو بل طوفان څپې مو په وران کور راغلې
پره دئ لښکرې مو کا له ته بیا په زور راغلې
ورانو کوڅو ته مو دغلو غدۍ په چور رراغلې

قیام ته بیا خدایه شپې ورځې دپیغور راغلې
الحاج الهام الدین قیام

داوړوکئ شعر افغانستان ته دامریکاېې لښکرو دلومړنئ کلیزی په منا سبت لیکل شوئ وو٠