د سوفسطايي ښوونځي لارويان پدې ګروهه دي، چې هر هغه څه چې پدې نړۍ كې پر سترګو وينو، له وهم او ګومان څخه پرته بل څه نه دي. داسې انځورونه دي، چې زموږ د اذهانو په اېنه كې نقش جوړوي، او داسې سيوري دي، چې په يوه ديوال ولوېږي، مګر په حقيقت كې په دې نړۍ كې هېڅ شتون نه لري.

سر جېمز وايي: دا نړۍ هېڅ وجود نه لري. هرهغه څه چې وينو، داسې انځورونه دي، چې زموږ د ذهنونو په پاڼو انځورېږي، او موږ په ناسمه توګه دا انګېرو چې ګنې دا انځورونه دباندې هم شتون لري.

اصولا: موږ نشو كولاى د هغو مفاهيمو په وسيله چې د نوي فزيك څخه ترلاسه شوي وي، ددې نړۍ يو مادي انځور جوړ كړو. يا له هغې څخه يو مادي تصور ولرو. ځكه چې نوې فزيك د نړۍ داسې مفهومونه په لاس راوړي، چې پخپل ذات كې غير مادي وي. نو پدې ډول نشو كولې چې د فزيك د پوهې په وسيله هېڅ ډول د نړۍ مادي تصور ترلاسه كړو.

څښتن لمانځې:

ددې ګروهې په رڼا كې (د سوفسطايي ګروهه) موږ د اوهامو او خيالونو په داسې يوه نړۍ كې اوسېږو، چې د هغې شاته هېڅ ډول واقعيت نه ترسترګو كېږي. دا يوه خيالي او موهومه ګروهه ده. او ددې ګروهې د رد لپاره د وينا او جنجال اړتيا نه ليدل كېږي. مګر زموږ د وينا لار دا ده، چې هېڅوك به (اګر كه ګروهه يې د بحث وړ نه وي) له ځان څخه نه شړو او نه به يې په عذابوو. نو پدې توګه له تاسې (سوفسطاييانو) سره هم بحث كوو، او كه څه هم موږ غوښتل چې له هغه چا سره بحث وكړو، چې زموږ سره ددې نړۍ بهرنې شتون (وجود) ومني، ولې د هغه ډلې سره چې د نړۍ په شتون كې هم شك لري، له بې پروايۍ څخه كار نه اخلو، او سمدلاسه د دوي نظر د خپل بحث سرليك ګرځوو.

له دوي څخه پوښتو چې آيا تاسې چې وايئ (نړۍ وجود نه لري) ستاسو د فلسفې سره سم د نړۍ د نورو شيانو په څېر وهم او ګومان دى، يا داسې ګروهه ده، چې كوم برهې شتون لري؟

كه چېرې ووايئ، چې دا نظر او ګروهه مو هم وهم او ګومان دى، پس د نړۍ شتون په زبات ورسېد.

او كه چېرې ووايئ، چې داسې ګروهه ده چې حقيقت لري، پس بيا مالومه شوه چې په دې نړۍ كې داسې شيان شته چې په نړۍ كې شتون لري.

دويم:

فرض مهال: كه چېرې پدې ونشو توانېدې، چې د فزيكي تګلارو په رڼا كې د نړۍ يو مادي مفهوم جوړ كړو، نو دا څه دليل كېداى شي، چې مادي نړۍ شتون نه لري؟ د يوه شي نه موندل او نه دركونه ددې خبرې دليل نشي كېداى چې هغه شې دې نه وي؟!

..................لړۍ روانه ده