د عباسي خلافت په پير كې فلسفې يو ځانګړې او لوړ ځاى ترلاسه كړ. په ځانګړي توګه هغو رنځپوهانو، چې د لرغونو پوهنو سره يې مينه لرله. پدې پير كې فلاسفه په الحاد او كفر تورن ول. له فلسفې سره تړاو د كفر په مانا ؤ. خليفه مامون الرشيد هم پدې تورنو خلكو كې راتلو، ځكه چې د همغه په وينا د فلسفې ژباړه وعربي ژبې ته پيل شوه. لكه څرنګه چې ابن تيمييه رحمه الله د هغه په اړه وايي:

زه نه منم چې څښتن تعالى به له مامون څخه بې پروا وي. بلكه پدې امت چې هغه كوم مصيبت رانازل كړې، ددې به ضروري له ده څخه بدله اخلي.


نيوليک

د اخوان الصفا د ټولنې نامتو غړي

د وخت ناخوالو له امله فلسفيان دې ته اړ ول چې خپل خيالات او اندواند پټ وساتي، دې كار لپاره به يې پټ او سري ګروپونه جوړول، چې له دې ډلې څخه (اخوان الصفا) د يادولو وړ ده.داډله فلاسفه د څلورمې هجري پيړۍ په نيمايي كې په بغداد كې جوړه شوه. ددې ډلې پينځۀ غړي ول، چې نومونه يې په لاندې توګه سره دي:


د اخوان الصفا د غړو نومونه

  1. ابو الحسن محمد معشر البتي، څوك چې د مقدسي په نامه پېژندل كېده.
  2. ابو الحسن علي بن هارون الزنجاني
  3. ابو احمد المهرجاني
  4. العوفي
  5. زيد بن رفاعه

ددې ډلې غونډې به اكثره جوړېدې. زياتره به په فلسفي بحثونو خبرې اترې كېدې.

د اخوان الصفا فلسفيانه مسائل

د اخوان الصفا فلسفه په ۵۲ كتابګوټو كې راټوله ده، چې دا كتابګوټي يې په (رسائل اخوان الصفا) يادېږي. دې فلسفيانو خپل نومونه پټ ساتلي ول. دا ډله د اسلام د فلسفې ښكارندوي او استازيتوب كوي، لكه څرنګه چې دوي د خپل لومړني پوخوالي په حالت كې ول. ددې ډلې كتابګوټي په لاندې مسائلو كې ليكل شوي:

د موجوداتو مبادي او د كائناتو د اصولو په اړه يو نظر، د عالم بشپړېدنه، هيولى او صورت، طبيعت، د زمكې او اسمان څرنګوالې د زمكې كچه او د هغې بدلونونه، كون و فساد، علويه اثار، اسمان او د ستورپېژندنې پوهه او د معدنونو بشپړتيا، بوټپوهنه (علم نبات)، حيواني ځانګړتياوې، نطفه او له هغې څخه د انسان پېداېښت، د انساني ډانچې جوړښټ، حساس محسوس، عقل معقول، عملي او علمي صنايع، عدد او د هغې ځانګړتياوې، د ټنټكور هندسه، منطق او د هغهې ځانګړې، د اخلاقو اختلاف، د عدد طپيعت، د انسان عالم ستر دى، انسان كوشنې عالم دى اودا د ټولنپوهنې هنظريه د هربرټ سپنسر هم ده، اكوار، ادوار، څرنګوالې (ماهيت)، مينه او بعث، د حركاتو ډولونه، علل او معلولات، حدود او رسوم. په لنډ ډول دا كتابګوټي په شمېر پوهنې، (رياضياتو) طبيعياتو، فلسفه، الهياتو او معقولاتو په ځانګو كې ليكل شوي دي. دې كتابګوټو ته نظر اچولو څخه وروسته سړى پدې پوهېږي چې ليكوالو له ډېر غور او فكر بحث او مباحثې څخه وروسته ليكلي دي. پدې كتابوګوټو كې داسې نظريات هم تر سترګو كېږي چې په هغه وخت كې هم لدې څخه غوره نظريات نه ميندل كېدل، چې لدې ډلې نظرياتو څخه د نشو او ارتقا نظريه د يادولو وړ بولو.

د اخوان الصفا ځانګړتياوې او خپلمنځي مرستې

د اخوان الصفا د علومو سرچينې

د اخوان الصفا فلسفي نظريات

 د ملګرتيا په اړه نظريات

 د پوهې په اړه نظريات

 د اخلاقو په اړه نظريات


سرچينې

تاريخ فلاسفه الاسلام. ليكوال: ډاكټر لطفي جمعه

مسلم فلسفه.