په فلسفه كې د جبريونو (Fatalists) د موقف د څرګندولو لپاره په يو مثال راوړو: وايي چې په لرغوني يونان كې يوه فېلسفوف چې په جبر ګروهمن ؤ، خپل مريې ته سخته سزا وركړه، مريې د اعتراض په لهجه وويل: (ستا په ګروهه، انسان چې هر كار كوي، د مجبوريت له مخې يې كوي، نو ما چې كومه اشتباه كړې ده په هغې كې زما تقصير او مسووليت نشته) فېلسوف په ځواب كې ورته وويل: (ما چې تاته كومه سزا دركړه هغې هم حتما علت دردلود او زه مجبور يم چې تا ته سزا دركړم په دې صورت كې زه هم كوم تقصير او مسووليت نه لرم).