د مادي او څښتن لمانځې فلسفو ترمنځ بحث او مباحثه
مادي:
موږ د قرآن پرخلاف چې د څښتن په اړه شك نه لري، او وايي: افي الله شك) (۱) پدې ګروهمن يو چې نه يواځې دا چې د څښتن شتون د شك وړ دى، بلكه پدې پوره باور لرو، چې شتون نه لري.
د مېتافزيك (طبيعت څخه وراخوا) خلكو ګروهه ده چې د غېر مادي (مجرد) څښتن وجود شته، يوه خرافاتي او ارتجاعي ګروهه ده، چې د پېړيو په اوږدو كې د پوهانو د نقد او كركتنې لاندې راغلې ده. او د تجربوي علومو په پراخه پرمختګ سره دا رد كړې ده، چې څښتن شته.
د څښتن په شتون ګروهه لرل، په اصل كې له علم او پوهې سره جوړښت نه لري.
په هېڅ يوه نړۍ كې غېر مادي وجود، ازلي او مجرد وجود شتون نه لري، هرڅه چې دي، يواځې ماده ده، او له دې مادي نړۍ څخه پرته نور ټول شيان له عدم څخه پرته بل څه نه دي.
سراسر وجود= ماده
له مادې پرته وجود= عدم
مجرد (غېرمادي)= عدم
څښتن لمانځې:
موږ له تاسې سره په خبرو اترو كې له عقل و پوهې، حس و نظر باندې استناد كوو، او په هېڅ مطلب باندې په دليل او برهان له تكيې څخه پرته ادعا نه كوو، نو لدې مخې تاسو هم بايد همدا تګلاره، چې په پوهنيزو خبرو اترو او مناظرو كې پرې عمل وشي غوره كړئ.
تاسو د خپلې فلسې په وړاندې كولو كې له هېڅ دليل څخه پرته د څښتن شتون رد كړ.