د پاکستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ د شنبې په ورځ د کډوالۍ د بحران په اړوند په یوه نړیوال کنفرانس کې په پاکستان کې د افغان کډوال شتون د دغه هیواد د لویو ستونزو له جملې څخه وګڼل.

د کنفرانس په ترڅ کې نوموړي وویل چې پاکستان د ګاونډي په توګه د افغان مهاجرینو د اړتیاوو په پوره کولو کې لویه ونډه اخیستې.

هغه زياته کړه، "نړيواله ټولنه اوس د افغان مهاجرينو په پرتله د سوريه په کډوالو باندې زياتې پيسې لګوي ځکه چې هغوی اوس فکر کوي چې د افغان کډوالو ۳۰ سلنه اوس د اروپا په لور روان دي."

په یاد کنفرانس کې د هانس سیډیل نړیوال بنیاد استازي کرستوف دوارټ وویل، افغانستان د سولې او پراختیا تر چوکاټ لاندې په دې وروستیو کې د لوړې کچې یوه اجرائیوي کمیټه جوړه کړې تر څو د بیرته راستنیدونکو او داخلي بې ځایه شوو کډوالو سره عاجلې مرستې ترسره کړي.

نوموړي وویل د افغانستان اوسني وضعیت د نړۍ لوی قدرتونه دې ته اړ کړي چې په ګډه په جګړه کې د تل پاتې سولې لپاره هڅې وکړي. هغه همداراز یادونه وکړه، چې د پاکستان او افغانستان د سیاسي اړیکو ترینګلتیا په پاکستان کې د افغان کډوالو په وضعیت مستقیم اغیز لري.

دا کنفرانس په داسې حال کې ترسره شو چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال چې له تېرو درې نیمو لسیزو راهیسې هلته د کډوالۍ ژوند کوي، وايي اوس له تر ټولو سخت وخته تېرېږي. د دې کډوالو په خبره اوس نه ځايي ولس او نه هم پولیس او امنيتي ځواکونه ورته په ښه سترګه ګوري.