اندونیزیا باید د ناقانونه کب نیونې په له مینځه وړلو کې د نړیوالو هڅو مشري وکړي ځکه دا د نورو جرمونو سره نږدې تړاو لري او اړتیا شته چې د نړیوالو همکاریو له لارې حل شي.

د اندونیزیا د سمندري چارو وزير لحوت پانډیان د سه شنبې په ورځ په یوه غونډه کې وويل، "اندونيزيا بايد په سيمه او همدارنګه په نړيواله کچه د ناقانونه کب نیونې په وړاندې د مبارزې په برخه کې د نوي نورمونو جوړولو ته لاره هواره کړي."

د پانډیان په وینا، د ناقانونه کب نیونې په تجارت کې پر ماشومانو په زور کار ترسره کیږي او همدارنګه په کاریګرو د فزیکي او جنسي تیريو په شمول ډیری داسې نور جرمونه ترسره کیږي چې د بشري حقونو څخه سرغړونه کوي.

هغه یادونه وکړه چې پدې هڅه کې باید د سویل ختیځې آسیا هیوادونه لکه، آسټرالیا، نیوزیلینډ، پاپوانیوګینا، چین، کوریا، جاپان او همداراز د اروپایي اتحادیې هیوادونه هم شامل شي.

هغه وویل، "همدارنګه جاپان، متحده ایالات او اروپایي ټولنه چې په نړۍ کې د کبانو ستر بازارونه تشکیلوي باید پدې برخه کې ونډه واخلي.

نوموړي د ټولو اړخونو څخه وغوښتل چې پدې پوه شي چې ناقانونه کب نیونه یو منظم جرم دی، او د نورو نړیوالو جرمونو لکه انساني قاچاق، مخدره موادو قاچاق او د تیلو ناقانونه معاملو سره مستقیم تړاو لري.

هغه هیله څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه به هیڅکله په هیڅ ځای کې د غیرقانوني کب نیولو اجازه ورنکړي.