د تایلینډ د نظامي حکومت د کار او سوداګرۍ د نوي قوانینو تر وضع کولو وروسته له دغه هیواده په لسګونه زره کډوال کاریګر چې ډیری یې د میانمار څخه وو وتلي دي.

د تایلینډ نظامي حکومت دوه اوونۍ مخکې د کار یو نوی قانون وضع کړ، کوم چې په دغه هیواد کې ناراجستر شوي او ناقانونه بهرني کاریګر د سختو نغدي جریمو ترڅنګ په ۵ کاله بند محکوموي.

د تایلینډ د مهاجرت اداره وایي، شاوخوا ۶۰ زرو کاریګرو د تیرو دوو اوونیو ترمنځ تایلینډ پریښی او بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي.

تایلینډ کې د صنعت او سوداګرۍ ډلې وايي دغه نوي قوانینو ډیری هغه شرکتونه په ټپه درولي، کوم کې چې د تايلنډ د غریبو ګاونډیو هیوادونو څخه راغلو مهاجرو کاریګرو کار کولو، چې په دې که د ساختماني کارونو ترڅنګ د ملیاردو ډالرو د سمندري خوراکي توکو صنعت هم شامل دی.

د تايلند د کارګرانو د کنوانسيون رئيس، تنت سورات وایي، " دغه نوي قوانینو خصوصي سکټور حیران کړی دی."

نوموړی وایي، "دا داسې دندې دي چې تایلینډي وګړي يې نه کوي، نو ځکه ډیری شرکتونه د کاریګرو له کمښت سره مخ شوي او سوداګریز پرمختګ یې دریدلی."

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، تایلینډ 3 میلیونه مهاجر کارکونکي لري، خو د حقونو ډلې دغه شمیره نوره هم لوړوي.