په یو داسی حالت او وضعیت چې زمونږ د "تورې دشرنګ" څخه خوب نشو کولای، بی ځایه نه ده چې یو ځله دا هم به وګرو، چې، زمونږ د "قلم فضیلت" په کومه کیفی او کمی حالت او وضعیت کې موقعیت لری!

بی له شکه هغه ژبه چې په کې د ټولو بشری علمی، مسلکی، تخصصی او هم هنري احساسات، عواطف او ښکلا پرته وي هغه د یوی مرفه ټولنه ژبه ده، او هغه څه چې په دغه ټولنیز ژبه کې بیانیږي هغه یو ډیر عالي او په زړه پورې علمی، مسلکی، تخصصی او هم ادبي، هنري، اثار دی چې ولس لپاره تل پاتې ارزښت او مقام لري.

اوس که چیرته د نړی په ښوهنیز او روزنیز چاپیریال کې یوه لنده او سطحی نظر و اچوو، نو بیا مُلتَفِتیږو چې تقریباٌ د نړی په ټولو هیوادونو کې، په مسلکی کیدلو پروسه، تخصص ګرایی پروسه په سطوحو کې لا اقل د دری پیړیو را په دی خوا، جدی او ګتوره اقدامات او کوښښونه صورت اخیستی ده، تر سو د هیوادونو ولسونو لپاره مناسبه رفاه او یا د مناسبه هوسا ژوند امکانات جوړ شوی دی.

د "تخصص" کلمه او د "مخصوص" کلمه یو بل سره نږدیوالی لری، په یوه ساحه باندی "تخصص لاسته رواړل"، یعنی په یوه مخصوصه ساحه باندی ذهن په سیستماتیکه توګه، په منظمه توګه بوختول!

اوس پوښتنه دا ده، چې، د زمونږ ټولنیزو احتیاجاتو پر اساس، د زمونږ ګران ولس احتیاجاتو پر اساس، زمونږ دکلی احتیاجاتو پر اساس، ، د زمونږ دولسوالی ګانو د احتیاجاتو پر اساس، د زمونږ دښارونو او دزمونږ د ولایتو د احتیاجاتو پر اساس، او بلاخره د زمونږ د ګران افغانستان د احتیاجاتو پر اساس، کومی مسلکی ښوهنځیو لرو، چیرته دا مسلکی ښوهنځیو لرو او کومی مسلکی رشتی په دا ښوهنځیو کې تدریسیږی؟

او همداسی په پوهنتونونو مو کومی تخصصی رشتی تدریسیږی؟

آیا دلته په دی ساحاتو کې یو دقیق علمی ارزیابی موجود دی که نه؟

----------------------------------------------
هیله ده چې نورو ګرانو هیوادوالو پر همدی موضوع باندی دقیق علمی بحثونو ته ادامه ورکړی!

ادامه لری.
---------------------------------------------------------------
به امید اصلاحات وسیع اجتماعی در افغانستان عزیز
به پیش به سوی مبارزه با فساد اداری و آوردن صلح بین الافغانی!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!
به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!
به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!
به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما