افغانستان دا مهال  په کال کې دوه مېلیونه کیلوګرامه شات په کورد ننه تولیدوی ، ټول ټال پینځه میلیونه کیلوګرامه شاتوته اړتیا لري . (۲۳۷۰۰) کسان چې په هغو کې (۶۵۲) تنه یې مېر منې دي د شاتوتولیدولوپه کاروبارلګیا دي . خو (۳۴۷۲) تنه نوریې بیا په ځانګړي ډول د شاتو مچیو کارو بارکوي . په (۲۰۱۶ ) زیږدیزکال کې (۲۳۷۰۰۰) صندوقه مچۍ لرونکوخلکو ته ورکړل شوي دي ، خوافغانستان د شاتومچیود یومېلیون صندوقونوظرفیت لری .
 
دکرهڼې اومالدارۍ وزارت چارواکوویلي چې وړم کال د ټول هېواد په کچه په کوردننه نږدې دوه میلیونه (۱۸۶۴۵۰۰) کیلوګرامه شات تولید شوي وو ، خوافغانستان په کال کې (۵۰۰۰۰۰۰) کیلوګرامه شاتوته اړتیا لري چې د خپلې اړتیا پوره کولو دا تشه له بهرنیوهېوادوڅخه ډکوي .ځکه اوس مهال افغانستان له پاکستان ، سعودي عربستان ، آلمان اوامریکا څخه شات را واردوي او دشاتو خپل صادرات موږ نه لرو.  
له نن څخه دری کاله وړاندې زموږ هېواد (۱۰۰۰۰۰۰) ګیلوګرامه شات تو لید کړی وو، خو په (۱۳۹۵) لمریزکال کې دا کچه (۲۰۰۰۰۰۰) کیلو ګرامو ته لوړه شوه . له دې نه دا جوتېږي چې له یوې خوا افغانان د شاتومچیوله روزلواود شاتو له تولید سره مینه لري اوله بلې خوا افغانستان د مچیود تولید ، تکثراو شاتو ترلاسه کولو له پاره یو مناست هېواد دئ . که چېرته په دې برخه کې د آسانتیاوو ورته مخه اوخلک یې مسلکي شي ، کېدای شي په لنډه موده کې افغانستان د شاتو د تولید په برخه کې د خود کفا ېۍ ترکچې پورې ورسوي .
په (۱۳۹۴) لمریزکال کې د خالصوشاتوتولیدي کچه (۱۳۰۰۰۰۰) کیلو ګرامو ، یا په بله وینا (۱۳۰۰) ټنوته جګه شوې وه . د شاتودغه ډول تولید په بدخشان ، تخار، کندز، ننګرهار، لغمان ، هرات ، میدان وردک ،غزني ، کاپیسا اولوګر ولایتونوکې دبزګرانواومالداروله لارې لاسته راځي .
اوس مهال په ټول هېواد کې (۳۴۷۲) تنه خپلسري مچۍ لرونکي کسان ، (۹) اتحادیې او (۵۸) کوپراتیفونه د شاتومچیو په کاروبارباندې لګیا دي چې د حاصلاتوکچه یې هم ورته د باوروړده . ځکه له هرصندوق څخه په کال کې له (۱۰) تر (۱۵) کیلوګراموشاتو پورې حاصل ترلاسه کوي . چې د یوه کیلوګرام خالصوشاتو بیه له (۸۰۰) څخه تر(۱۰۰۰) افغانیو پورې ده .
د کرهڼې اومالدارۍ وزارت مچیوروزنوکوافغانانوته د ټول افغانستان په کچه (۲۳۷۰۰۰) د مچیوصندوقونه وېشلي ، خودا هم کفایت نه کوي ، ځکه افغانستان د شاتومچیوله پاره د (۱۰۰۰۰۰۰) صندوقونوظرفیت لري خود جګړواونا امنیوله امله . لا تراوسه ددې فرصت نه دئ برابرشوی چې یادې کچې ته ځانونه ورسوو .  
یعنې د شاتوله یوصندوق مچیوڅخه په کال کې په اوسط ډول د (۱۵۰۰۰) افغانیو معادل حاصل ترلاسه کوي . خوکه چېرته یومچۍ لرونکی (۵۵) صندوقه مچۍ ولري دهغه کلني عائدات به په اوسط ډول (۱۰۰۰۰۰۰) افغانیوته لوړشي چې نوموړی بزګراومالدارله دې لارې څخه خپل خان اوخپله کورنۍ په سمه توګه خود کفا کولی شي .
که چېرته دغه فرهنګ عام شي په لنډه موده کې زموږ بزګران اومالدران کولی شي خپل هېواداوهېوادوال د پردیوبې کیفیته شاتوله قېمتي وارداتوڅخه وژغوري اوافغانستان په کورد ننه دخودکفایۍ ترکچې پورې ورسوي .خود کرنې اومالدارۍ وزارت دنده داده چې ددې ستوزې لیرې کولواوخپل هېواد دخودکفاء کېدو پرخوا بېولوله پاره مچیولرونکوته د مچیو روزلو په تړاوسمه کلاسیکه اومسلکي روزنه ورکړي ، کورسونه ورته جوړکړي ، هغه هېوادواونهادوته لکه د فرانسې د پراختیا یي آژانس مالي ملاتړ چې د مچیو په روزلو او مسلکې کېدو کې له افغانانو سره مالي مرستې کوي باید د لازیاتومرستوجلبولولاسونه وراوږده شي ، اوپه مرسته یې په افغانستان کې د مچیودروزلود تکثراوتداوۍ لارې چارې په کوردننه سمبال شي ، ترڅوزموږمچۍ لرونکي هېواد وال د پاکستان په څېرهېوادوته د خپلو مچیو د تداوۍ له پاره اړتیا پیدا نه شي .
موخه :
داچې ولې په افغانستان کې د شا تو تولید ته اړتیا ده ، د کرهڼې اومالدارۍ وزارت د خپلې سکتوري دندې اووظیفوي مسؤولیت له مخې مکلف دئ چې له یوې خوا د شا توخپل کورني تولیدات د خود کفا کېدواوصادراتوترکچې پورې په مسلکي توګه لوړکړي ، ترڅو له یوې خوا زموږ خپله کورنۍ اړتیا پوره کړي ، د افغانانو پیسې او پانګې پردیوجیبونواوبانکونوته ونه لوېږي ، اوله بله اړخه موږ خپل مسلکې کدرونه ورته وروزو، ترڅو په راتلونکې کې له پردي مایحتیاج څخه پرې خلاص شو .
پایله :
که چېرته د افغانستان دولت اوافغان بزګران اوماداران د شاتو تولیداتوته زورورکړي له یوې خوا به یې خپل اقتصاد ور سره ښه اوزموږ بزګران او ملداران به په خپلو پښو ودرېږي اوله بل پلوه به زموږ د خپلوکورنيوتولیداتوکچه په کمي اوکیفي لحاظ لوړه او زموږ اقتصادي برخې ته په ځانګړې او ملي سطح هم زیاته ګټه ورسېږي . چې له دغه ډول کاري ودې سره به هم زموږ خلک په خپل کارو بارمصروف شي او هم به زموږ ملت او دولت دواړه د خود کفاکېدواو کورنیو صادراتوکچې ته ورلنډ‌ شي .