فیلیپین او اندونیزیا په پام کې لري راتلونکې اوونۍ په ګډه په سلیب سمندرګي کې ګزمې پیل کړي تر څو د جنوبي فیلیپین ټاپوګانو ته د اسلامي دولت د نورو جنګیاليو د داخلیدو مخه ونیسي.

پوځ وایي د جنوبي فیلیپین په (منډانو) ټاپو کې اسلامي دولت ته وفادارو یاغیانو ۵ اوونۍ وړاندې د (ماراوي) ښار نیولی او د امنیتي ځواکونو سره تر اوسه په جګړه بوخت دي چې له امله يې تر اوسه ۳۰۰ یاغیان، ۸۲ تنه امنیتي ځواکونه او همدارنګه ۴۴ ملکي وګړي وژل شویدي.

د فیلیپین حکومت ویره لري چې د اسلامي دولت ډلې نور خواخوږي جنګیالي به د مالیزیا او اندونیزیا د سرحدونو له لارې د یاغیانو سره یوځای شي.

د فیلیپین د پوځ ویاند، ایزرا بالټي وایي، د ګډو ګزمو موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ د سرحدونو د امنیت پیاوړتیا او د منځګړیتوب ښه والی دی.

د نوموړي په وینا د دواړو هیوادونو سمندري ځواکونه به د جمعې په ورځ د فیلیپین د (ډاوو) ښار څخه خپلې ګزمې پیل کړي او یوه اوونۍ وروسته د اندونیزیا په سولاویسي ټاپو کې به یې پای ته ورسوي.