چا ويل ياري كې چې بنګړي ماتيږي
دا خو بيخي دروغ ده
ځكه بنګړي خو اوس د اوسپنې دي
اې د خوست خلكو په ميزرو پام كړئ
څه موده وروسته د مچنوزغو وخت دى
د ډي ډي آر ډاياك ور فكر نه شي
پخوا به خلكو دا متل ياداوو
په بډه اوښ وهل كېدلى نه شي
خو! اوس كانټينر خلك په بډه وهي
وايي په خپلو كې يو مړى څه وي
په دې متل باندې ناټو پوه نه كړئ
ولا كه يوهم بيا ژوندى پاتې شئ
زه مې ليلا سره مصروف ومه ډېر
چې كله يې پلار راغللو
ژر مې د هغې چادري واغوسته.
چې كله خپله ګيره لويه كړه ما
ولسوالي نه دستي جلب راغى
ويل يې راشه القاعده كې شمار شوې.
29.11.2010
- محمدحنيف حيران
ستا لۀ چم ،ســتا لۀ کـوڅې توبې وباسمنــــورې ســــتا له يارانې تـــوبــې وباســـملکه سترګه د سبا را ښــــکاره نــــه شـوېاوس بـــه زۀ هـــم تر غـــرمې تـوبې وباسمهســـې نۀ چې په کوم قــبر پښــه کيـــږدمټـــوله ځمکه هـــديــرې ، تــوبې وباســــمپۀ هــــر ځای پۀ هر قدم مرګی ولاړ ويد خـپل کور تــر دروازې تــوبې وباســمګــذاره کلي کې ګـرانه شوه ځـونډيــه !هـر ســړی شــو په کې ( ز ) ت...
02.12.2010
- محمدحنيف حيران
ستا غېږ مې بلله پاچاهي ومې نه موندله پاچاهي ياره كه مرګونه نه كېدىتاته مې نيوله پاچاهي بې له پاچاهي زما د رب نه منمه بله پاچاهي يار چې كلى پرېږدي درسره بيا په توپو وله پاچاهي خپل ځان كه له ستونزو خلاصوې مه كوه پاګله پاچاهياوس ځي د ميران د زړه پاچااوس ورانوي خپله پاچاهي
محمد رفيق ميران...