ستا لۀ چم ،ســتا لۀ کـوڅې توبې وباسم
نــــورې ســــتا له يارانې تـــوبــې وباســـم
لکه سترګه د سبا را ښــــکاره نــــه شـوې
اوس بـــه زۀ هـــم تر غـــرمې تـوبې وباسم
هســـې نۀ چې په کوم قــبر پښــه کيـــږدم
ټـــوله ځمکه هـــديــرې ، تــوبې وباســــم
پۀ هــــر ځای پۀ هر قدم مرګی ولاړ وي
د خـپل کور تــر دروازې تــوبې وباســم
ګــذاره کلي کې ګـرانه شوه ځـونډيــه !
هـر ســړی شــو په کې ( ز ) توبې وباسم

برېښناليکپته: dost.sharanwal@gmail.com


28/11/2010