ځان خو مې په زور نه شو وژلی بیرته راغلمه
ستا د انتظار شوګیر وهلی بیرته راغلمه
ما بلا خواري بلا زاري رڼا ته وکړه خو
نه ځم ویل جونګړې ته ځه غلی بیرته راغلمه
زه به دا په وینو سور تندی رب ته ښکاره کړمه
وګوره ویم ستا لار کې وم تللی بیرته راغلمه
ګټه مې یارۍ کې له یارانو خدایګو ونه کړه
نه ګورې چې سرمې دی بایللی بیرته راغلمه
ته رایادیدې رایادیدې رایادیدې راته
تا پسې مې نور نه شو ژړلی بیرته راغلمه
مینه کې فطرته دا مقام راته حاصل شو چې
څومره بدرنګ لاړم څومره ښکلی بیرته راغلمه
د تورخم،پیښور په لویه لاره
د شنبې ورځ د عقرب ۲۲ مهه