غړپ د اوښکو له ډک جام کوم روان یم
زړه مې نه ځي خو ناکام کوم روان یم
ستا لټون پسې په ورکو لارو سر یم
ستا پوښتنه ګام په ګام کوم روان یم
ته که نه يې خو ستا یاد راسره شته دی
لکه سوی لاس پرې پام کوم روان یم
تیندکونه به نو خود خورمه پـــــه لاره
چې څارنه ستا د بام کوم روان یـــــــم
څه کم عقل یم د خپلو ارمـــانـــــونــــو
زه په خپله قتل عام کوم روان یــــــــم
د الفت په لار مې ګام واخیست درمانه
هرکلی د هر الزام کوم روان یـــــــــم
قدرت الله درمان
۱ نومبر کابل هوایی ډګر
هايکو
زړه مې یبلې پښې روان دی
لار کې ستا د بڼو غنې
دا مزل به تر منزله څنګه رسي؟
قدرت الله درمان: خوست
26.10.2010
- محمدحنيف حيران
حضرت يوشع عليه السلام٠ د يوشع(ع) نسب له يوسف(ع) سره نښلي.٠ يوشع(ع) د موسى(ع) ځايناستى او خليفه گومارل شوى و.٠ يوشع(ع) د بني اسراييل قوم د بني افرائيم د قبېلې مشر و.٠ يوشع(ع) ته د موسى(ع) په مړينې پسې سملاسي نبوت ورکړل شو.٠ يوشع(ع) د فلسطين د نېولو پر سر له ٣١ واکمنو سره وجنگېدو او هغوى يې مات کړل.٠ په قران شريف کې د يوشع(ع) نوم راغلى دى.٠ ...
24.11.2010
- محمدحنيف حيران
ځان خو مې په زور نه شو وژلی بیرته راغلمهستا د انتظار شوګیر وهلی بیرته راغلمه
ما بلا خواري بلا زاري رڼا ته وکړه خونه ځم ویل جونګړې ته ځه غلی بیرته راغلمه
زه به دا په وینو سور تندی رب ته ښکاره کړمهوګوره ویم ستا لار کې وم تللی بیرته راغلمه...