د استاد اسد اسمايي فلسفي روح ته
که شراب پریږدم د خدای رضا به پریږدم
تا به پریږدم، د ازل وينا به پریږدم
د جنت او د دوزخ قضا سبا ده
لمونځ خو نه تښتي د ژوند غزا به پریږدم
ستا له مينې که د بل په مينې بل و
که بې تا وهله زړه تيګا به پریږدم
که له زور سره د زور سيالي ښکلا وي
تن به پریږدمه، د روح مانا به پریږدم
د ناتو او د اتو په استبداد کې
شړۍ څه چې دا زړه خامتا به پریږدم