اوښــــــکه مــــې بڼو ته راستــــنه کړلـــــه
نن مــــې يوه هنـــــدوه پښـــــتنه کړلــــــــه
خدای ته ګورې ته غــمازي ولې کړې؟
وه سپوږمۍ! ډېوه مې ځکه مړه کړله
صبر کول اوس په ازغو خوب ښکاري
هو! مخکې مې ډېر حوصــــــــــله کړله
ستوري به له غمه کوچني پاتې شول
دوی ته به چې ما د درد کيــــسه کړله
ښه دې وکړل مانـــــه دې تــــــوبه وکړه
خپـــــله زمانه دې خپـــــــــله مړه کړله
کـــــمه مې ګنــــــــاه جانان ته نه شوله
ما که ځـــــــانه جوړه پرښتـــــــه کړله
تا به ويل که ژوند درځنــــــــې اخلمه
څنګه به دې زړه نا زړه وعـــــده کړله
غم مې د ايـــــمان راځنـــــــې پاتې و
ما يوازې تـــاته اندېـــــښنــــــه کړله
اوس ترېنه ګېله پکتيانۍ مه کوه
ده به چې څه وېلې تابه ( ښــه )کړله.