زه اوس هيلۍ نه ولم
پس له دې ښکار ته نه ځم
بس دی مرغۍ نه ولم
اوس چې اسمان هم وريځ وي
اوس چې د ښکار ورځې وي
زه په بړستن کې پټ شم
لکه ماشوم دغسې
د مور لمن کې پټ شم
بره اسمان نه ګورم
هسې نه بيا مې پر زړه
د مرغو ښکار وګرځي
ټوپک راواخلم لاړ شم
خپلو يارانو سره
له اشنايانو سره
يو څو هيلۍ وولم
ښکلې مرغۍ وولم
نور دا آزار نه اخلم
نه داسې نه کوم نور
ځکه هيلۍ چې ولم
نو ته يادېږې راته
تا چې قسم راکړی
قسم ياديږي راته
نه، داسې کله کوم
نه، داسې نه کوم نور
ځکه چې تا سره قسم پالمه
دا ستا يادونه او ستا غم پالمه
خېر دی که تا کې وفا نشته
جانانه زه دې په يادونو ژوند کومه.

يکشنبه_ 2009-04-12