ډيرووړ هم نوم ښکلى وم اوښکلې جينکې وې
دبيا ڼو پشان مستې شرنګېدلې جينکې وې

زماهمځولى ټولې جينکې وې په ماګرانې
دوه درى پکې رښتيا سره وتلې جينکې وې

هميش پټ پټووني وو په ورانو کنډوالو کې
په غيږکې به مې ټينګې رانيولې جينکې وې

زما دمکتب لاربه يې په سپين سهار څارله
په ډله به ګودرته راوتلې جينکې وې

مودې پس ژ ړندوکې يکتنها هلته ولاړيم
په کوم ځاى کې چې هروخت خنديدلې جينکې وې

ريښتيا هم بې ريا چې تنکى ځوان وم ښکلى وخت وو
زه هم شوخ وم او شوخې خداى وهلې جينکې وې

محمد صابرخان بى ريا