تر خپله ځانه رسېدو ته وسيله په كار ده
خپلې څېرې ليدو لپاره ايېنه په كار ده
د بل وژلو نه د خپل ځان وژل ډېر غوره دي
د بل پر ځاى خپله له ځان سره جګړه په كار ده
دا دېوال ښه و تر پرونه چې دېوال پاتې و
خو نن په كې بېرون وتو ته دروازه په كار ده
پښتو چې نه وي، تر هغې نو موږه هم نشته يوو
دلته خو هر موجود ته خامخا نامه په كار ده
اوس چې شعر ليكمه مجبور يم هغه مخ راياد كړم
تنور چې سوړ وي؛ نو ډوډيو ته لمبه په كار ده
جنون همدومره ډېر په كار دى، چې دا زه يې لرم
اختياره! عقل و خت ناوخت يوه ذره په كار د ه
۱۳۸۷ كال، د كب اته ويشتمه نېټه
كابل، د سوداګ
09.04.2009
- محمدحنيف حيران
داسې خو نه چې له پښتو نه شكايــت كـومهزه يې د بعضو رواجو نــه شكايـت كــومهخولګۍ د راكړه خو په ټول كلي رسوا د كـړمهلاليه ستا د شنډو سرو نه شكايــت كــومهدا ستا د كلي هوښياران مې هم په كاڼــو ولي څه به اشنا د لـيونـو نـه شكايـت كــومهد ديدن وخت كې عالمونه خبروي راپســـېځكه خو زه ستا د بنګړو نه شكايت كـــومهڅوك چې مې خپل دي هغه هم راځينې مخ اړويهسې لګيا يم د پردو نه شكايت كومـــــهمونږه آشنا ماذديګري كې ديدن كله كـــړى؟هسې عبس د سرو غرمو نه...
11.04.2009
- محمدحنيف حيران
راليږونکی :بختیارځدراند راليږونکي پته :bakhtiar-arman@hotmail.comنيټه : 11-04-2009
غزلله دې ستونزمن ژوند نه مې دومره ډېره کرکه راشيلکــــه د دوه وؤ شریــــــــــــکانو تر منــــځ ورکه راشي
دسرخطرامـــــــــــــکان په سلـو کې وي سل مــلګرو!چې دپښتــــون دعـــوه لــه چــــاسره په ځـمـکه راشي
دنیــا پــــه مثــــل دیـوه کان وګړي ټـــــــــول مـزدوراننوروته لال مونږ ته پـه...