داسې خو نه چې له پښتو نه شكايــت كـومه
زه يې د بعضو رواجو نــه شكايـت كــومه
خولګۍ د راكړه خو په ټول كلي رسوا د كـړمه
لاليه ستا د شنډو سرو نه شكايــت كــومه
دا ستا د كلي هوښياران مې هم په كاڼــو ولي
څه به اشنا د لـيونـو نـه شكايـت كــومه
د ديدن وخت كې عالمونه خبروي راپســـې
ځكه خو زه ستا د بنګړو نه شكايت كـــومه
څوك چې مې خپل دي هغه هم راځينې مخ اړوي
هسې لګيا يم د پردو نه شكايت كومـــــه
مونږه آشنا ماذديګري كې ديدن كله كـــړى؟
هسې عبس د سرو غرمو نه شكايت كــــومه
د ښار دا ښكلي خو كاڼه نه دي چې نه مسې اوري
ګنه وي زه خو له مودو نه شكايت كــــومه
داسې ئې ويشتى يم چې اوس مې هيڅ درمان نه كيږي
وريځې ليندې غشو بڼو نه شكايت كــــومه