د ښاغلي حنيف حيران تکيه کلام ( څه چل وکه که نه ) چې ماته يې ډېر خوند راکوه او په غير ارادي ډول دا دی د غزل د رديف په شکل .
هسې خو د حيران صيب هره خبره د شعر غوندې خوږه ده خو په دې (څه چل وکه که نه ) کې يو لوی راز پټ دی ، ځکه خو پر ما ډېره خوږه لګي .
جلال 
غزل
تياره په سپينه ورځ خوريږي ، څه چل وکه که نه 
زلفې دې مخ باندې رالوېږي ، څه چل وکه که نه 
داسې نری ، نری رپــــــــــيږي ، څه چل وکه که نه 
ګوره په زړه مې څه چل کيږي ، څه چل وکه که نه 
شپه ده ، نشه يم ، بهر نه شم وتی ، سر مې ګرځي 
بهر د مرګ سيلۍ لګيږي ، څه چل وکه که نه 
ځار دې له نن او له سبا نه ، ناځواني مه کوه 
ځواني په نن سبا تېريږي ، څه چل وکه که نه 
نرۍ نرۍ اوښکې مې مخ باندې راماتې شولې 
نری نری باران وريږي ، څــــــه چل وکه کـــــــه نه 
د مازيــــــــــګر د زېړي لمر منــــــظر پرهر شــړوي 
رنګ ته مې ګوره چې زېړيږي ، څه چل وکه که نه 
ما درته ويلي و چې شونډې به دې نه سرې کوې 
اوس مې شکرو ته زړه کيږي ، څه چل وکه که نه 
د ژوند په دښتــــــــــه کې بلا يوازې شــــوی يمه 
سترګې دې ډېرې راياديږي ، څه چل وکه که نه 
جلال امرخېل

 
 
						