دحميدې پکتيانۍ ښکلی غزل
د راليږونکي پته :hamida_paktianay@yahoo.com
نيټه : 09-09-2008
غزل: حميده پکتيانۍ
احساس د خپلې جفا تاته نشتــــــــــــــــــه
ځکه مې طمع ستا وفا ته نشتــــــــــــــــــه
ته مې غوښتلې خدای پاک راکړې راته
حاجت مې بلې يوې دعا ته نشتـــــــــــــه
زه لا د وير له ټغر نه يم پورتــــــــــــــــــــــه
راسره لږ وخت هم خندا ته نشتـــــــــــــــه
څه د غم بند کې بنديوانه يمـــــــــــــــــــه
هيڅ د وتلو لاره ماتــــه نشتــــــــــــــــــــه
چې مو لرله پرې يو بل مو مړ کـــــــــــه
د مرګ وسله مو اوس بلا ته نشتــــــه
ماڼۍ مو دنګې تر اسمانه کړلـــــــــــې
په کومه راشي لار هوا ته نشتــــــــــــه
ستا په يادونو باندې ژوند تېــــروي
د پکتيانۍ طمع بل چاته نشتـــــــــه.