راليږونکی :qwertyu
د راليږونکي پته :qwerty@yahoo.com
نيټه : 09-09-2008
په ګودر بابا سهر ماښام راپنډې جینـــــــــــــــــــکۍ وي
غنم رنګې ، څوک ګلرنګې غونډې منډې جینکۍ وي
پل ېې تیږه کې دربل شي پړمخ پریوځـــــي لاروی چې
ښکاري بیا چینه کې ناستې مخ بربنډې جینکۍ وي
بوی د بنګو کټکټاری د چیلم وي په تنګــــــــــــــي کې
پنډ مې کیږدم پټ وروکسم منې غونډې جینکۍ وي
چې ټولی د څڼیورو څوک شهیــــــــــــد په اوږو راوړي
د غرڅو شان په ورځغاسته پیر ښمنـــډې جینکۍ وي
ګل تر پیڅې لاندې پټ کړم او رومال ماشوم ته ورکړم
تلاشي راځينې غواړي راته رنډې (۱) جینـــــــکۍ وي
ما ترې بوځه لرې ښار ته ددې غره برخه شوه داســــــې
پرونۍ وي ناوکۍ بیا صبا کونډې جینــــــــــکۍ وي
(۱) په ټينګار = یا پاړسي کې شله
17.09.2008
- محمدحنيف حيران
د جرګې د نوم په اوريدو سره د سړي په ذهن کې د پښتنو د درانه قوم انځورپيدا کيږي ځکه چې جرګه د پښتنو هغه دروند او لرغونى دود دى چې له سلګونو کالونو را په دې خو او که په بل ډول ووايو د پښتنو د تاريخ سره سم تاريخ لري ، چې نسل پر نسل تر دې دمه دا دروند دود د پښتنو له خوا پالل شوى او ارزښت يې په ټولنه کې ساتل شوى دى ، د جرګې پر تاريخ او لرغون توب باندې ډيرې خبرې کيداى شي خو زه بايد دومره ووايم چې په نړۍ کې ډير هيوادونه او ډير قومونه شته ، ډير وګړي ژوند کوي خو په هيڅ يو قوم يا هيڅ يوه هي...
19.09.2008
- محمدحنيف حيران
راليږونکی :paktianayد راليږونکي پته :hamida_paktianay@yahoo.comنيټه : 09-09-2008غزل: حميده پکتيانۍاحساس د خپلې جفا تاته نشتــــــــــــــــــهځکه مې طمع ستا وفا ته نشتــــــــــــــــــهته مې غوښتلې خدای پاک راکړې راتهحاجت مې بلې يوې دعا ته نشتـــــــــــــهزه لا د وير له ټغر نه يم پورتــــــــــــــــــــــهراسره لږ وخت هم خندا ته نشتـــــــــــــــهڅه د غم بند کې بنديوانه يمـــــــــــــــــــههيڅ د وتلو لاره ماتــــه نشتــــــــــــــــ...