راليږونکی :ن س
د راليږونکي پته :noonseen@hotmail.com
نيټه : 14-09-2008
یوې ژورنالستې خور ته د لیک لنډ ځواب

ژورنالیستې درنې خورې
په خیر راشې او تل راشې
زرواري دې شمه ګرانې
سترګې کله په باڼو دي
درنې شوي ښه پوهیږې


مودې وشوې چې یواځې
بې همزولې بې ملګرې
په خدای ژوند خو شکر خوږ دی
خو درنې پرې خاطرې دي
ته منې چې له ډیر وخته
مې په زړه بلا قیصې دي
زه هم غواړمه له خدایه
چې څوک ستا په شان خورکه
چرته راشي تر کاله مې
تر سهاره سره کینو
ښې سندرې سره وکړو
ته هم خپل شعرونه واېې
زه هم خپل اوږده نظمونه
بیا صبا چې شې روانه
نو د سرو زرو دورونه
او د زړه یو څو شعرونه
په ډالۍ کې درله درکړم
او ته هم تر خپله ښاره
او تر خپلو ها همزولو
زما تصویرپه زړه کې یوسې