مصريزي: محمد حنيف حيران
مين سړی ډېره خطـــــــا کړي
په بېلتـــــانه کې چې ژړا کړي
ځان په تمام جهان رسوا کړي
يارانه هله خوند پيدا کړي
چې کله کله جدايي پکې راځينـــــــــــــــه.
د زيارت مالګه له مور غواړي
ځان په شړۍ کې رانغـــــــــاړي
د لېوني په څېر ځـــــــان داړي
هلک موچۍ چيچلــــی ژاړي
جينۍ ښامار خوړلې شنه له خندا شينه.
ښکاري په زړه باندې ډېر کلک دی
ځکه خوراک يې وچ ســــوکړک دی
په خوله خو نه ده چې چــــابک دی
پلار يې د ټول کلي مـــــــــلک دی
لور يې د سوال په رنجو سترګې توروينـــه.
ساقي تر څو به جام ته ناست يم
پوهېږې کوم انجام ته ناست يم؟
د خپل جنون دوام ته ناســــت يم
ستا د ديدن ماښام ته ناست يم
زما روژه به تر قيامته پورې وينــــــــــــــــــــه.
دا چې مې حال ويلـــی نه دی
ما دې بېلتــــــون ژړلی نه دی
زړه مې ګوګل ته تللی نه دی
لا مې ارمان ختلــــــــی نه دی
لاسونه پورته غاړه بيا راکه ميـــــــــــــــنه.