غزل: ومان نيازی
موږه هــم دار ته غـــــاړه ایښي ده، دیـــــــارپه سترګو
پــه طبیبــــانومې دسترګــــــوعــــلاج ونه شــــــــــوچې
ترسره خـــولۍ مې ستن یستلې،وړمـه تارپه سترګو
واړه وچموري ،وطن تنګ، حالات موڅه پوښتي نور
دغریبۍ ژونــدمو راځــــوړند دی ،دښــــار په سترګو
یــواځې تـه نــه وې، چې زمــــا پــه مرګ دهیڅ نـه ژړل
سپــوږمۍ هم سره لاســـونه ایښي و،قــرارپه سترګو
ګور هـــم وران نکړ،ستاتصــــویرزمـاپه کسو کې خو
اخــرمیږیـــانوکړه راجــــــــــوړه، نرۍ لار پــــــه سترګو
اومـــــان اشنــا،دشـــــــاعرۍ خـــونده دې نشتــــه پیره
خامــک دسمـــال دچــــاراتېرنکړ،یـــــووارپه سترګو