نور جګېدای نه شــــــم له ځايه
بس يادوم به يې له ورايــــــــــــه
شپه ورځ يې غواړمه له خدايه
په ښکلي يار مې سلام وايــــه
د غريبۍ مې ورته مه وايـــــه حالـــــــونه
خير دې که عمر دې خپل لنډ که
تا خو به تل د نيـــــــــکۍ پنډ که
چا پرښتې درته ځان خـــــــــنډ که
په تورو خاورې کې دې ځنډ که
وړکيه! خوشال يې که رخصت نه درکوينه
لکه نينه په اور وريتــــېږم
په صبر صبر خاورې کېږم
له تشريفاتو نه تــــــــېرېږم
په مناسب دې نه پوهېږم
چې دې په کوم غومبوري خوله ولګومه
خوښه په دې يم چې ژوندی دی
څو که نادان دې لـــــــــېونی دی
زما په ټول جهان کـــــې دی دی
يار مې د زړه په سر ازغی دی
نه يې اېستی شم نه يې درد زغملی شمه
ګرانه مرګی دې رانه هېر شه
عمر دې شګو غوندې ډېر شه
لکه د شپول رانه چاپـــــېر شه
ته له کنډو ځنې راتېر شــــــــه
له دغې سپينې خولې به زه درتېره شمه
چې مې په خپل زړه کې کرلې
څومره مې يوړلې کنځــــــــــــلې
کاش چې مې هيڅ نه وای ليدلې
زما د زړه د ســـــــــــر غنـــــــــدلې
پيدا له بل يې زړه زمـــــــــا درپسې چوينه
په صبرولو نه صبريــــــــږي
زړه د مين په اور سوزيږي
په دريابونو ورګډيــــــــږي
نری نری باران وريــــــــږي
جنۍ پايڅې راجګوي يار ته ورځينه.