د ځــار په بــدله مــې ځــار ځواب کــې نه راځي
بيـــا هـــم مــــې زړه لـــتانه اجـتناب کې نه راځي
دا ســتا شوخو بــاڼو مې په زړه جوړ کړي جانانه
زخــمونه دومره ډير دي چـې حساب کې نه راځي
څــه ټــکه مــې په خوار نصيب پريوتې نه پوهيږم
ســم کــار د ثــواب وکــړم خـو ثواب کې نه راځي
قــربان د لــه عــذابه هــسې رنــګ عذاب دې راکړ
کـــړيږم تــرې نــه ډيـر خو په عذاب کې نه راځي
دې دور کـــې مينـــو بانـــدې داســې ظــلم کـيږي
پــه خــداى چې په حديث او په کتاب کې نه راځي
ياديږي دومــره ډيرراته چــې روغ يې ليونى کړم
بيا ولــې مې شــرين جانان په خواب کې نـه راځي
د زړه لــــه درده ليـــکې هـــر غزل دې انديښـــمنه
څـــه وجــه ده د هيـــچا انتـــخاب کــې نـــه راځـي
22.06.2008
- محمدحنيف حيران
ديموکراسي يوه يوناني کليمه ده او دوې برخې لرې، لومړې برخه يې(ديمو) ده چې په يوناني ژبه کې حکومت ته وايي او دوهمه برخه يې (کراسي ) ده چې دا هم په نوموړې ژبه کې د خلکو يا ولس په مانا ده نو که دا دواړې کلمې سره يو ځاى کړو ديموکراسي ترې جوړيږي او مانا يې ده (دخلکو حکومت پر خلکو باندې ) . کله چې مونږ دا کليمه ګورو او فکر پرې کوو تر دې ځايه رسيږو چې ديموکراسي په حکومت کې د خلکو يا ولس برخه په ګوته کوي په دې مانا چې د يوې پوره ديموکراسۍ د درلودونکې ټولنې وګړي دا حق لري چې د خپل حکومت په...
27.06.2008
- محمدحنيف حيران
بي رحمي چې ده په يارکېومي نه ليده اغيــــــــــــار کېددوستانو ګذار مــــــــــات کړمدشمنا ن مې وو په څــــــار کېټو ل سيالا ن مې دي په غرو کېساری نه لرم په ښــــــــــــــــــار کيڅراغونه ګرزومـــــــــــــــــــــــــهدشب کورو په بازار کـــــــــــــېنه مې وروسته نه مې وړاندېمنتظر دي څوک په لار کېيو لمبه شي بل لارښود شيدا تړاو ده (نور) او نــــــــار کې...