ديموکراسي يوه يوناني کليمه ده او دوې برخې لرې، لومړې برخه يې(ديمو) ده چې په يوناني ژبه کې حکومت ته وايي او دوهمه برخه يې (کراسي ) ده چې دا هم په نوموړې ژبه کې د خلکو يا ولس په مانا ده نو که دا دواړې کلمې سره يو ځاى کړو ديموکراسي ترې جوړيږي او مانا يې ده (دخلکو حکومت پر خلکو باندې ) . کله چې مونږ دا کليمه ګورو او فکر پرې کوو تر دې ځايه رسيږو چې ديموکراسي په حکومت کې د خلکو يا ولس برخه په ګوته کوي په دې مانا چې د يوې پوره ديموکراسۍ د درلودونکې ټولنې وګړي دا حق لري چې د خپل حکومت په جوړولو کې په خپله پريکړه وکړي . خو له بده مرغه د څو لسيزود جګړو له امله چې زمونږ په هيواد باندې تيرې شوې او زمونږ هيواد يې له هره پلوه وران او ويجاړ کړى دى خو هغه برخه چې زمونږ هيواد او زمونږ ټولنه يې ډيره زيانمنه کړه هغه د ښونې او روزنې بهير وو چې د همدې جګړو له امله زيانمن شواو د درو ليسزو په اوږدو کې ددې هيواد دري نسلونه د ښونې او روزنې له نعمت څخه بې برخې پاتې شول چې دا يو نه جبرانيدونکى زيان وو .خوله بده مرغه تر اوسه هم دا بهير په هغه ډول چې بايد بيا رغول شوى واى نه دى رغول شوى . په هر صورت زما اصل موضوع زمونږ په هيواد يا ټولنه کې د ديموکراسۍ مفهوم دى ، زمونږ خلک له ديموکراسۍ څخه څه مفهوم اخلي ؟ غواړم په همدې موضوع خبرې وکړم ، د بن د تړون له مخې زمونږ هيواد او هيوادوال هم د يوې نوې ديموکراسۍ څخه برخمن شول ، نوې په دې مانا چې مونږ د څو لسيزو په اوږدو کې ديکتاتور حکومتونه درلودل اوله ډير کلونه څخه ورسته د آزادۍ او دتموکراسۍ سره مخ شو . خو له بده مرغه چې د ديموکراسۍ پوره مفهوم زمونږ ټولنې اووګړو ته ښکاره نه شو. زمونږ ټولنه چې د ډيرو کلونو را په دې خوا له ډيرو محدوديتونو او محروميتونو سره مخ وو ناڅاپه له آزادۍ نه برخمن شول او له بل پلوه د علم او پوهې نشتون وو چې زمونږ ټولنې د آزادۍ او ديموکراسۍ له نوم څخه منفي مانا واخيسته او همدا لامل دى چې اوس مهال د ديموکراسۍ له نوم څخه خلک غلطه استعفاده کوي . ددې لپاره چې تر اوسه هم ډيرى خلک او عين تر دې چې ځينې دولتې چارواکې د ديموکراسۍ په ريښتيني مفهوم او مانا نه پوهيږي مونږ او تاسو په خپل ورځينيز ژوند کې هره ورځ داسې کلمې اوريدلي شو چې په ښکاره پکښې د ديموکراسۍ څخه د بل مفهوم اخيستل ښکاريږي د بيلګې په توګه تاسو به ليدلي وي چې که څوک د کلتور خلاف کالي واغوندې او کوم څوک پرې نيوکه کوي نو له دې ځواب سره مخ کيږي چې پريږده وروره ديموکراسي ده ، اوکه څوک په خپلو خبرو کې کلتوري ارزښتونه په پام کې نه نيسي نو بيا هم همداسې ويل کيږي چې که نوموړى دا ارزښتونه په پام کې نه نيسي نو ديموکراسي ده او حق لري . ما وړاندې هم وويل چې د ديموکراسې له نوم څخه د غلطې مانا د اخيستلويوازينى لامل بې علمي ده خو بايد زمونږ ټولنه په دې وپوهيږي چې ديموکراسي د هغو آزاديو نوم نه دى چې فساد زيږوي ، د ديموکراسۍ په لمن کې هغه آزادۍ نه دې رانغښتل شوي چې زمونږ اصيل کلتور ته زيان رسوي او مونږ له خپل فرهنګ څخه لرې کوي بلکې ديموکراسي د هغو آزاديو نوم دى چې د تولنې خلک د خپل حکومت په جوړولوکې برخمن کوي ، يو انسان ته دا حق ورکوي چې د خپل ژوند د نيکمرغۍ لپاره هلې ځلې او داسې پريکړې وکړي چې ځان، کورنۍ او ټولنې ته يې گته ورسيږي دا سمه ده چې په غربي نړۍ کې ديموکراسي بيلابيل ډولونه لري او ډيرې هغه آزادۍ به هم د ديموکراسۍ په چوکاټ کې راغلې وي چې زمونږ له دين ، عنعناتو ، او کلتور سره مخالفې وي خو دا په هيڅ ډول نه شي کيداى چې مونږ هم په داسې حال کې چې هم مسلمانان يو او هم د يو اصيل کلتور درلودونکې يو د غربي نړۍ په پله پل کښيږدو او هغه آزادۍ راخپلې کړو چې زمونږ د دين ، کلتور او عنعناتو سره مخالفې دي .له ډيرو خلکو سره دا نظرهم موجود دى چې ديموکراسي خو همدا غربيانو را مينځ ته کړې او ټول قوانين يې هم غربيانو جوړکړي دي آزادۍ يې هم همدې غربيانو رامينځ ته کړي دي نو چې ديموکراسي چې منواړينه له ټولو هغه قوانينو او آزاديو سره يې ومنوچې غربيانو د ديموکراسۍ په چوکاټ کې رامينځ ته کړي دي . زه بايد ووايم چې دا سمه نه ده ځکه مونږ او تاسو د اسلام په سيوري کې هم د قوانينو او آزاديو درلودونکې ديموکراسي لرو . څورلس سوه کاله وړاندې چې کومه ديموکراسي په اسلام کې موجوده وه په هره مانا او هر ميعار پوره ديموکراسي وه او دهر مومن مسلمان نر او ښځې حقوق په کې په پوره ډول خوندي وو ددې خبرې د روښانه کولو لپاره تاسو درانه لوستونکي کولاى شي چې ځينې حديثونه ولولي او ډير داسې روايتونه هم شته چې مونږ په کې د هغه وخت ريښتينې ديموکراسي ليدلاى شو چې يوله هغو روايتو دلته ستاسو دلوستلو لپاره راوړم (روايت دى چې د حضرت عمر (رض ) د خلافت په دوره کې کوم وخت چې حضرت عمر د هغه وخت خليفه وو نويوه ورځ يې خپل ځان او اصحابو کرامو ته د کاليو لپاره ټوکر اخستى وو دا چې حضرت عمر (رض) ته خداى (ج) ښه ځواني ورپه برخه کړې وهنو ځان ته يې له نورو اصحابو کرامو څخه نيم متر ټوکر زيات اخستى وو او اصحابو کرامو ددې خبرې د پوهيدو لپاره له خپل امير نه ددې کار د لامل پوښتنه وکړه چې يا اميرلمومنين ولې ستاسو ټوکر زمونږ له ټوکر څخه نيم متر زيات دې ، يوه لنډ بحث څخه ورسته حضرت عمر(رض) په دې وتوانيد چې اصحابو کرامو ته قناعت ورکړي چې زما ځواني لتاسو څخه لوړه ده نو ددې لپاره ما ځان ته نيم متر ټوکر زيات اخيستى دى ) . ددې روايت له راوړلو څخه مقصدددې خبرې روښانول وو چې د نن څخه زرګونه کاله وړاندې اسلام مسلمانانو ته دومره حق آزادي ورکړى وو چې د خپل امير څخه د نيم متر ټوکر پوښتنه هم وکولاى شي . په هر ډول بياهم خپل بحث ته راګرځم هغه دا چې په افغانستان کې په ډيرو مواردو کې د ديموکراسۍ له نوم څخه غلطه مانا اخيستل کيږي . دا کار ددې لامل شوى چې په ټولنه کې د فساد او نورو ډيرو ستونزو لمن وغوړوي او دې ټول ستونزو ته د پاى د ټکي د ايښودلو لپاره بايد په ټولنه کې او د تولنې وکړو ته د ديموکراسۍ ريښتينى مفهوم روښانه شي .دا کار هغه وخت شونۍ دى چې دولت خلکو ته د شونې او روزنې زمينه برابره کړي او ټولنه د علم له لار ګړندي ګامونه واخلي . زه په خپل دې واړه او تنګ بحث کې دومره ويلى شم چې ديموکراسي يو انسان اود يوې ټولنې فردي ، سياسي ، اقتصادي ، او ټولنينزې آزادۍ تعمينوي خو ديني ، کلتوري ، عنعنوي او ټولنيز ارزښتونه بايد په کلکه په پام کې ونيول شي ديموکراسي دې ته نه وايي چې نومړي ارزښتونه د پښو لاندي شي

 

ليکوال :

انديښمن ځاځى