ماپه سړه سينه ټول عمر مينتوب کړيدی
خود پښتو ځاي کې مې هروخت ليونتوب کړيدی
داستاپه سرچې ستادکلي هرسړي رټلم
کمزوری نه ومه خودامې سړيتوب کړيدی
زمادخوار اولس بچي به څه اتل يادشې چې
نه يې سيالي وکړله نه يې زلميتوب کړيدی
تاپه اخلاص راته يوه ورځ هم ونه خندل خو
ماپه ژړا کې وايه کله بخيلتوب کړيدی
نه يې لاسونه سره کړل نه يې سره جوړه واغوسته
زموږ شډلو پيغلو داسې پيغلتوب کړيدی
ماپه هماغو کاڼو اوولئ چې ښکل يې کړمه
مسافرۍ کې چې پرې مابيغمه خوب کړيدی
ويل يې فطرت نو څنګه پريږدم فطرت ځان دی زما
موږ دواړو يو کلي يو کور کې ماشومتوب کړيدی
04.06.2008
- محمدحنيف حيران
راليږونکی :جابراحمدمخلص منګلد راليږونکي پته :mukhlis_goloona@yahoo.comنيټه : 04-06-2008زه جابراحمدمخلص منګل دبري پښـــــــتونخواه دپكتيا ولايت دڅمكنيو ولســــــــــــولـئ څخه دپكتياپه ډاګ كي ويبپاڼي ټولوچلوونكواوګرانولوستونكوته ده زړه له كومي سلامونه اونيكي هيلي وړاندي كوم بعدله سلامه ښــــــــاغلى شاعررخمــــــــــــــت شاه سائل صيب ته ده زړه له كومي سلامونه وړاندي كوم ورته دميني مجلي له لاري يو شعرډالــئ كوم هيله مند يم چي دسايل صيب په حضوركښي قبول اومنظورشى.(ده زړه له ت...
04.06.2008
- محمدحنيف حيران
مصوره زړه مې ستا خبرې غواړيمصوره ستا تصوير راته ياديږيچې تقدير يې د خپل قوم بدلول غوښتلسپيڅلتيا ستا د ضمير راته ياديږي
مصوره ته د ګل غوندې ښايسته وې خو بدرنګو دې ځواني لمبه لمبه كړه په سينو كې يې چې كاڼي ګرزول نو په چړو باندې يې څيرې ستا سينه كړه
ته خو لاړې خو ارمان به دې ژوندى وي دا ډېوه به بلوو په تورتموكې ته به نه يې خو ګلباغ به دې سمسور وي يادوي به دې بلبلې په نغمو كې
مصوره دا فضا به رنګينه ش...