راليږونکی :سید نجیب الله سادات
د راليږونکي پته :najibsadaat@yahoo.com
نيټه : 10-05-2008
غزل
په دې امید مې سترګې پرانستې چې تا ووینم
خیالونه پریږم او یو ځل خو دې رښتیا ووینم
ازغنه دښته ده، تورتم ېي هم ملگری ولاړ
په زړه مې وگرځوه یو ځل چې رڼا ووینم
ما خو به هر وختې سپرلې دا ستا لپاره غوښتو
په دې سپرلي کې به زه ګل ګل مخ د چا ووینم
په دې خبرې خو باور وکړه د نن طبیبه
ناسور به جوړ شي که ېي یوواری مسکا ووینم
نوم به دی واخلم ،او مینه به می ووایم نن
ځان به منصور کړم فیصله به د ملا ووینم
اخیری هیله دې ساداته راته ووایه څه ؟
سترګی مې پرانیزم ، گل جانان مې بیا ووینم
سید نجیب الله سادات