په دې اثر يو څو خبرې: علم ګل سحر 

تذکره لیکنه په پښتو ادب كې پخوانى دود دى،زموږ په ادب كې ترټولو پخوانى راپاتې نثرديوې تذكرې نثردى،تذكره الاوليا يادوم چې سيلمان ماكوليكلې وه.
زموږ په زمانه كې په دې برخه كې لومړنى ګام استاد قيام الدين خادم اوچت كړى. او بيا ورپسې استاد عبدالرؤف بينوا د اوسني ليكــــــــــوال درې ټوكه وليكل،استادعبدالله خدمتگاربختاني پښتانه شعرا وليكه.
اوپه وروستيوكې افضل ټكور داليكوال او داڅېرې،محمد داؤد وفا ستوري د ادب پـــــه آسمان په كتاب كې د خپل وخت ليكوال او شاعران را وپېژندل او ميرمـــن آرين يون د ميرمنو ليكوالو تذكره وليكله.
اوس چې د خداى (ج) په فضل سره د هېواد په هــــره سيمه كې زيات شمېر ليكوال او شاعران راټوكيدلي دي، په يوه ياڅو ټوكوكې دټولو پيژندنه او دټولود آثــــــــــارو او د پېژندنو راټولونه ناممكنه برېښي،ځكه خو پــــه دې را وروسته كلونو كې د ولايتونو او آن ولسواليو په سطحه دا ډول تذكرې او پېژندنې وليكل شوې.
خو تراوسه د پكتيا ، پكتيكا او خوست دليكوالو يوځايي بشپړه تذكره نــه وه ليكل شوې، كه څه هم چې د سندرو اربكيان په نــــــــــوم د خوست د شاعرانو د شعرونو بېلګې او پېژندنې خپرې شوي خو د دې سيمې د ټولو شاعرانو اوليكوالو د پيژندنې په اړه داسې بشپړ كتاب نه و ليكل شوى.
لــه نيكه مرغه د غه تشه درانده ادبپال ګران ورور احمد ضياء ضیاء ډكه كړه. ده كابو لس مياشتې د مخه دغه درانده كارته ملا وتړله. كه نه د دې سيمې د پخوانيو په څېر به داهــــم سبا له ټولو هيروو، داسې نه ده چې په پكتيا ، پكتيكا او خوست كې پخوا ليكوال او شاعران نـــــه وو، دلته ډېرشاعران د بيديــــاني ګلونو په څېر راوټوكېدل،خو نه يې اثارخپاره شول اونه په كتابونو كې يـاد شول ، همداسې هېرپاتې شول ، زما هيله داده ، چې ضياءصاحب د دغو پخوانيو شاعرانو پــه اړه هم څېړنې وكړي او كه ممكنــه وي د دغه كتاب په پيل كې يې په لنډ ډول را وپېژني يا يو بل كتاب دوى ته ځانګړى كړي.
احمد ضياء ضیاء ډېر په موقع دغه ستر كـــارته ملا وتړله دا يو ډېر مهم ضرورت و، زموږ د هېواد ددې سيمې د ليكوالو او شــاعرانو ژوند پېښې ، اثار او افكار بايد راټول شوي واى او پـه پوره امانت دارۍ سره راتلونكو نسلونوته وړاندې شوي واى . ښاغلي ضيا دغه اړتيا پوره كړه . زما په ياد دي چې ده دې كارته شپه ورځ يوه كړه هرليكوال يې لـــه نېږدې وليد خبرې يې ورسره وكړې او د هرچا نظريې وپوښت ، دى له لوګره او كابله څو ځله سيمو تــــه ولاړ او كلي په كلي وګرځېد په بهر كې اوسيدونكو ليكوالو او شاعرانو سره يې په ټيلفون خبرې وكړې، هڅه يې دا وه چې د سيمې ټول ليكوال په دغه كتا ب كې وپېژندل شي، تر اوسه پورې يې د كابو ٣٢٠ تنو ليكوالـــــواو شاعرانو ژوند ليكونه او اثار راټول كړي دي.
دا د داسې ليكوالو او شاعرانو د پېژندګلوۍ هېنداره ده چې په سختو جګړيزو شرايطو كې يې دعلم او ادب څراغ په لاس كې اخيستى دى، او لــه تيارو سره په جګړه بوخت دي. ترڅنګ يې بمونــــــه چوي، په يوه توره تروږمۍ كې اوس هم  لا وروڼه لګيا دي وروڼه وژني، خو دوى د مينې بيرغ پورته كړى او له كركو او كينو سره جګړه كوي.
دوى په زياترو ولسواليو او آن كليو كې ادبـــــــــي ټولنې جوړې كړې دي، هره اوونۍ مشاعرې او ادبي غونډې جوړوي.
تېركال (۱۳۸۵ ) چې پـــــــه هېواد كې دموجودو ادبي ټولنو د همغږۍ خبره وشوه ،او موږ په كابل كې د اړيكو كميټه جوړه كـــړه ، نوځينې مشران ليكوال استــــــــاد اسدالله غضنفر ، ډاکترخوشحال روهـــــي، پيرمحمد كــــــاروان ، سوله مل شينوارى... ځينو ولايتونو تــــــــه ولاړل په ځينو ټولنو كې يې له سره انتخابات وكړل ، نوي رئيسان او مسؤولين يې وټاكل.په ځينو ځايونو كې لږو ډېر اختلاف هم و، خو پكتيا داسې نه وه ، هلته هرچا بل مخ تــــه كاوه او ټول د ادبي او كلتوري كارونو د پرمختګ تږي وو، نه د ځان د مطرح كولو، لكه چې دوى د خوشحال خــــــــان بابا دا شعر تل په ياد و چې:
                                پښتانـــــــــــــه واړه بدخوى
                                كـــورپه كور كوي غورځى
                                چې يوسركړي په كې پورته
                                بل يـــې ووهــي مغـــــــزى
رښتيا هـــــم څو شپې د مخه چې زه د نښتر په مشاعـــــره كې د ګډون له پاره له نورو ليكوالو سره پكتيا ته تللى وم، ما د دوى مينه او صميميت وليد .ما غوښتل دمشاعرې او دپكتياادبــــــي ټولنې په اړه د ازادۍ راډيو له پاره د ټولنې او مشاعرې له مشرانو سره مركې وكړم ، دوى هر يوه ځان كشر بـــاله او بل مشر.هيچاهم د ځان د لوى ښودلو او ځان مطرح كولو هڅه ونكړه. د دوى دا مينه او صميميت مـــې هيڅ كله نه هېرېږي او باور لرم چې د دوى دغه خوى او دغسې شخصيت جوړونې به د افـــغــانستان ادب ته ډېر څه وركړي .
دا پورتنى بيت بــــــه خدايزده څنګه درته معلوم شوى وي ، چې مــادلته رانقل كړ،خو دزړه له درده مې دلته راواخيست زمـــــوږ هر حركت او هره ټولنه د مشرۍ په سر د شخړو له امله دريدلې ده. له بده مــــــــــرغه اوس هم لرو داسې ټولنې چې غړي يې د رياست په سر خپل منځ كې جنجالونه لري په پـــــــايله كې ادبي كارونه په ټپه دريږي.
موږ په كابل كې په رشاد کره كتنه او افـــــغــان ادبي بهير كې له همدې خاطره دا ډول تشكيلات نه دي رامنځ ته كړي. او هڅه مــــــــو دا ده چې هر يو ځان مسؤل وبولي، د خداى(ج) شكر دى چې همداسې هــــــــــم ده . او هيله مې دا ده چې زموږ ټولې ټولنې د خپلې ژبې او ادب پرمختياته زيـــــــات كار وكړي.موږ په ډېر بد حالت كې يو ، ژبه مــــــــــــو د كورله دروازې د باندې نه چليږي، اولادونه موپه خپله ژبه د درس امكان نلري، په دفتركې نشته، چې نشته بس د پـــوهنتون او سترې محكمې كليموته خوشحاله يو . چې اوس هغــــــه هم څوك نه راپرېږدي.خبره رانه اوږده شوه، زه د ګران ورور ضياء دغه ادبي خدمت ستايم او مباركي ورته وايم.هيله لرم چې د هېواد د هرې سيمې ليكوال ورتـــــه كـــــــار ته ملا وتړي او د نورو سيمو د ليكوالو تذكرې هم وليكل شي. احمد ضيا ضيا ته دلازياتو برياوو دعا كوم.
                                   
                                     په مينه په درنښت
                                        علم ګل (سحر)
          كابل- وزيراكبرخان مېنه ،لمر تلويزيون ،۱۳۸۵ كال د كب ۱۴ مه نېټه 


نــــوم : الحاج محمد عثمان
تخلص: عثماني
دپلارنوم : حاجي سلابت
زوكړه :۱۳۳۱ لېږديز لمريزكال
زده كړه: ترلسم ټولګي پورې
ولايت: خوست
ولسوالي: اسمعيل خېل او مندوزي
كلى: د حسن زيو درويخېل

چاپ شوي اثار:
١-  ( دبڼواوښكـــــه)  شعري ټولګه
٢-  (دهجرت خوب)  شعري ټولګه
نـــــاچاپ اثار:
١- (كرښې په تندي كې) شعري ټولګه

                                        سپينه اوښکه
پرېوته لمن تـــــــــــــــــــــــــــه دبڼو له تاره ووته
 تكه سپينه اوښكه وه د خداى لـــــــــــــه ډاره ووته    
دلته قـــــافلې د فساد پنډې پــــه جومـات كې شوې
 ناره مې دتكبير ځكه پــــــــــه خوله بې واره ووته
نا اهله په منبرچې د امــــــــــــام كله ورپورته شو
                                 پــــــــــــه زړو كې هغه ښكلي عقيده له كاره ووته   
چــــــــــارې د قضا چې دشيطان په ګوتو ورغلې
                                ځكـــــــه خو دعـــــــــــدل مور له دغه ښاره ووته
قاضي دحق قاتل شودانصاف موريې وربوره كړه
                                 كډه دامېد ځكـــــــه لــــــه خپل ديــــــــــــاره ووته 
ګونځه د زړګي يې نــــن ايله بيله هـــــــواره شوه
                                ځكــــــه درغلۍ تــــــــه يوه نـــــوې لاره ووتــــه
هيله مــــــو لرلــــــه چې خپل ځانته به مـو ونيوه
                                اوس لــــــه مخ كتلو هـــــغـــــه يوه هېنداره ووته
دلته (عثماني) هــــــرچــا ارزو  ورته راوړې وه
                                مګــــــرپوره نــــــه شوه له دې كلي خواره ووته

نــــوم        : ډاكټر كمال
تخلص       : سعادت
دپلارنوم     : انجنيرمحمد انور
زوكــړه     :۱۳۶۲ لېږديز لمريزكال
زده كړه     : ډاكټر
ولايت        : خوست
ولسوالي     : مركز- متون
كلــى         :خټكې

چاپ شوي اثار: نه لري
نـــاچاپ اثـــار: يوه دلنډوكيسوټولګه اوبله د شعرونو ټولګه

  څه کابل خو نه يم
ماته لږ وګوره بدل خونه يم
هغه جانان يم څه بدل خو نه يم
زه د مينې په تار يارخپلوم
كنه دجينۍ خپل خو نه يم
ما دبڼو په غشو مه وله اې
مړ به شم څه كابل خونه يم
متون مې وايي راشه شين يم درته
څه دخيبرپه شان شډل خو نه يم
د يار مينې مشهور كړمه زه
كنه په بل څه كې اتل خو نه يم
(كمال) سعادت يم لږ مې پريږده ګلې
زه راغلى درته تل خو نه يم