تصوير مې د چا مخ پسې هنداره ګرځوله
روان ومه قدم پسې مې لاره ګرځوله
د شپې به په کوڅو کې تر سهاره ګرځېدمه
سپوږمۍ به مې په سترګو کې بيداره ګرځوله
چې لاس يې رانزدې کړو نو وجود مې زهرجن شو
هغې به په لستوڼي کې ښاماره ګرځوله
زړګی مې بستره کې د بالښت لاندې ويده و
څهره مې له ماښامه تر سهاره ګرځوله
چې هر چا به وروکتل ژوندی به راواپس شو
موسکا به يې په شونډو کې تياره ګرځوله
منصوره که ترمنځه مو سعود راغلی نه وی
هم دغه فلسفه به مې تر داره ګرځوله
سيد شاه سعود
07.05.2008
- محمدحنيف حيران
راليږونکی :paktianayد راليږونکي پته :hamida_paktianay@yahoo.comنيټه : 07-05-2008
غزل: حميده پکتيانۍتاته چـــــې ګورمه په دې مــــې وژنيڅو چې ژوندۍ يم تر هغې مې وژنيکومه سودا يم ما په څه خرڅــــــوي؟په څه ګناه په څه کيسې مې وژني؟چې خپل عفت د مال بدل کې پلوريبس داسې داسې پښتنې مې وژنيد لېدو تــــوان دې بيـــــخي نه لرمهجانانه ستا د مخ جلوې مې وژنيديموکراسي د غرب مني راباندېپه يوې بدرنګه عقيدې مې وژنيتصميم د وړاندې ژوند نيولی نشم...
07.05.2008
- محمدحنيف حيران
سپېره په غم لړلې او خواره زنده ګي دهمرګيه رارسېږه بې ياره زنده ګي دهمين دلته مجرم دى او مينه بدنامي دهناكاره چاپېرچل كې نا چاره زنده ګي دهد حال پوښتنه مه كړه بې ننګه ياره ښه يمغمونه دي او زه يم كراره زنده ګي دهد مينې ابراهيم يم لمبې په سره خوشال يمرا كړې خداى و ماته له ناره زنده ګي دهالفت درسره مل شه او عقل دې غلام شهجنونه ستا په غېږ كې هوښياره زنده ګي دهقسم دى كه تيريږي سلطانه بې له تانه رنځورې ورځې شپې دي بيماره...